
ایراني چارواکو ویلي، چې اسلام کلا بندر ته یې له سون توکو پرته د نورو سوداګریزو توکو لېږد له سره پیل کړو.
د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته د سوداګریزو توکو لېږد وروسته له هغې و ځنډېد چې د دغه بندر په ګمرک کې سلګونه موټر وسوځېدل او لسګونه ميليونه ډالر زيان يې واړاوه.
د هرات د والي ویاند فرهاد جیلاني وايي، د اوونۍ په اوږدو کې د اسلام کلا بندر د بیا پرانیستنې په تړاو هڅې روانې وې چې د توکو د لېږد را لېږد بهیر په وقفه یي ډول بیا پیل شوی دی.
د جیلاني په خبره د شته ستونزو له حل وروسته، سوداګریزو موټرو ته د لېږد اجازه ورکړل شوې ده او ترانزيټي فعاليتونه بيا پيل شوي دي.
مالیې وزارت هم وايي، اوس هڅه کېږي چې د هغه سوداګریزو توکو موټر چې د مصرف نېټه یې کمه ده د لېږد چارې یې ژر بشپړې شي تر څو سوداګر له ستونزو سره مخ نه شي.
د ایران له لارې د هرات اسلام کلا بندرته د خوراکي توکو د لېږد بهیر وروسته له هغې پیلېږي چې په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې سون توکو سربېره د خوراکي توکو بیو کې خورا ډېر لوړوالی راغلی دی.
د توکو د بیو لوړوالي عام افغانان اندېښمن کړي او له حکومته غواړي څو دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.