یوه ورځ مرګ یوه سړي ته ورغی او ویې ویل: نن ستا د ژوند وروستۍ ورځ ده!
سړي وویل: خو زه چمتو نه یم.
مرګ وویل: نن ستا نوم د لیست په سر کې دی…
سړي وویل: ښه ده، نو راځه کېنه چې له مړه کېدو مخکې سره قهوه وڅښو!!!
مرګ وویل: ”حتما.“
سړي مرګ ته په قهوه کې ورته د خوب درمل واچول.
مرګ قهوه وڅښله او په ژور خوب ویده شو…
سړی لاړ لیست یې راواخیست او خپل نوم یې د لیست اخر ته یووړ.
کله چې مرګ راویښ شو سړي ته یې وویل: ته نن زما سره ډېر مهربان وې ستا د زړه سواندۍ د جبران په خاطر نن لیست له اخر پيلوم!
ځينې شیان ستا په برخلیک کې لیکل شوي دي، مهمه نه ده څومره سختې یې د تغییر لپاره ګالې، خو هېڅکله به بدل نشي.
کارغه او طوطي دواړه زشت هست شول.
طوطي نیوکه وکړه او ښکلی شو خو کارغه د خدای په رضا راضي و.
نن طوطي په پنجره کې او کارغه ازاد دی…
د هرې پېښې تر شا حکمت دی چې شاید هېڅکله ورته متوجه نشﺉ!
هېڅکله خدای ته مه وایه چې ولې؟