قطر وايي نړیوال دې ژر تر ژره له افغانستان سره خپلې بشري مرستې پیل کړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني په مسکو کې له خپل روسي سیال سره د خبرو پر مهال وویل، چې که دا ځل په افغانستان کې وضعیت ترینګلی کېږي نو ددغه هېواد هېڅ ګاونډی به هم خوندي نه وي.
نوموړي پر نړیوالو غږ وکړ چې ژر تر ژره له افغانستان سره بشري مرستې وکړي او په دې توګه د یوه پېښېدونکي ناورین مخه ونیسي.
بلخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې له افغانستان سره د بېړنیو بشري مرستو اړتیا ده او په خبره یې په دغه هېواد کې رامنځ ته شوی بشري وضعیت بوږنوونکی دی.
قطر بیا وايي چې نړیوال دې سیاسي وضعیت ته له پام پرته له دغه هېواد سره مرسته وکړي او بشري مرستې دې نه مشروطوي.
په ورته وخت کې کاناډا وايي دوی د افغانانو تر څنګ ولاړ دي.
د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی په افغانستان کې شاوخوا شل کاله ماموریت درلود چې په دې لړ کې سلګونه افغانانو مرسته ورسره کړې ده.
دده په خبره کاناډا له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ولاړه ده او له دغه هېواد سره به په بېلو برخو کې خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوي.
ټروډو همدا راز ټینګار کړی چې کاناډا د افغانستان د یوه نږدې متحد په توګه ددغه هېواد د خلکو لاسنیوی کوي او په سخت وخت کې یې یوازې نه پرېږدي.
کاناډا یو له هغو هېوادونو دی چې په تېر حکومت کې یې له افغانستان سره پراخې بشري مرستې لرلې، خو د طالبانو د حکومت په اړه یې رسمي دريځ نه دی روښانه کړی.