قطر د کابل هوایي ډګر د پاتې برخو رغولو او فعالولو ته لیوالتیا ښودلې ده.
د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد عبدالرحمن الثاني ویلي چې که چېرته د ا.ا.ا چمتو وي نو هېواد یې د کابل هوایي ډګر د پاتې برخو رغولو او فعالولو ته تیار دی.
نوموړي د مدیتراني په نامه خبرو اترو ته په انلاین خبرو کې ویلي چې قطر د ترکیې په همکارۍ غواړي چې د کابل هوایي ډګر بېرته ترمیم او مجهز کړي.
د افغانستان اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو مخکې تر دې یې په وار وار د بهرنیو هېوادونو له نظامي حضور پرته د هغوی د هر ډول همکاریو هرکلی کړی دی.
په ورته وخت کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم دی خو له بده مرغه چې نړیواله ټولنه ددغه هېواد د پرمختګ او ثبات لپاره یو مشخص پلان نه لري.
محمد بن عبدالرحمن ویلي چې دوی لا هم په افغانستان کې د ثبات لپاره د سیمه ییزو هېوادونو له سیاسي مشرانو سره خبرې کوي او غواړي د دوی اندېښنې رفع کړي.
نوموړي په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه د روسیې، چین او ځينو نورو هېوادونو اندېښنې پر ځای بللې دي او په وینا یې که د سیمې هېوادونه همکاري وکړي نو له افغانستان به هېچا ته هم ګواښ جوړ نه شي.
هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې له ترکیې سره د کابل هوایي ډګر پر فعالولو او امنیت د دوی خبرې روانې دي او ژر به یوې پایلې ته ورسېږي.