قزاقستان ادعا کړې چې ددغه هېواد په وروستیو نارامیو کې له افغانستان هم ځینو ډلو ټپلو لاس درلود.
د قزاقستان ولسمشر د اروپايي ټولنې له استازو سره په خبرو کې ویلي، چې په دغه هېواد کې یې د یوه ستر ترهګریز برید مخه نیولې ده او په خبره یې دوی د یوه ناورین په مدیریت بریالي شوي دي.
قاسم توقایف وایي چې په دې ناندریو کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو او افغانستان ځینو کړیو لاس درلود او په خبره یې له همدې امله یې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ ضد عملیات پيل کړي دي.
د توقایف د تازه ادعا په اړه د افغانستان نوي حکومت غبرګون نه دی ښوودلی، خو تر دې وړاندې یې ویلي وو چې په قزاقستان کې له سوله ییزې لارې د ناندریو د ختمېدو غوښتونکي دي.
په ورته وخت کې د مرکزي اسیا هېوادونو د افغانستان په اړه اندېښنه ښوودلې ده.
د ټولییز امنیت د شورا غړو د قزاقستان په اړه په جوړه شوې غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې باید له افغانستان سره پر پوله یو پیاوړی امنیتي کمربند رامنځ ته شي.
په دې غونډه کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ادعا کړې چې د افغانستان په شمالي او شمال ختیځو سیمو کې شاوخوا شپږ زره وسله وال فعالیت کوي، چې د جمعي امنیت غړو هېوادونو ته خطر جوړولی شي.
هغه ویلي چې د روسیې او سیمې د نورو هېوادونو په ګډون باید له افغانستان سره پر پوله پیاوړی امنیتي کمربند رامنځ ته شي، څو د هر ډول ګواښ پر وړاندې د غبرګون وړتیا و لري.
امام علي داسې مهال د پیاوړي امنیتي کمربند خبره کوي، چې همدا اوس هم سلګونه روسي او تاجکستاني سرتېري له افغانستان سره پر پوله په روسي نظامي اډو کې فعالیت کوي او وایي د خپل امنیت د تامین لپاره به هڅه کوي.