قریشي: له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په بېړه وتل به د قدرت ستره خلا رامنځته کړي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې طالبان به په افغانستان کې تر ډېره حده له شرایطو سره ځانونه عیار کړي.

نوموړي له ډي ویلټ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې طالبان اوس په دې پوه شوي چې افغانستان بدل شوی او هغوی هم باید بدلونونه ومني.

نوموړي زیاته کړې چې طالبانو د پخوا په پرتله ډېر تغیر کړی دی ځانګړې توګه د ښځو د حقونو برخه کې یې پرمختګ کړی دی او دا مني چې نجونې باید زده کړې وکړي.

قریشي دغه راز له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په بېړه وتل خطرناک بللي او زیاته کړې یې ده چې دا چاره به د قدرت ستره خلا رامنځته کړي.

هغه ویلي، دوی په وار وار ویلي چې په بېړه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره موافق نه دي او نباید په عجولانه توګه بهرني سرتېري له افغانستان څخه ووځي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د پاکستاني پوځ له مشر قمر جاوید باجوه سره د افغان سولې تر څنګ پر نورو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، بلینکن له باجوه سره په دې ټلفوني خبرو کې د ګډو ګټو، د سیمي د امنیت او د افغان سولې په خبرو کې د تازه پرمختګ او نورو دوه اړخیزو همکاریو په تړاو خبرې اترې کړې دي.

په دې ټلفوني مکالمه کې باجوه یو ځل بیا د افغانانو په مشرۍ د افغان سولې د ملاتړ ژمنه تکرار کړې او ویلي یې دي چې دوی به د دې پروسې د بریا لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

امریکا د سیمي د امنیت برخه کې د پاکستان هڅې ستایلې او ټینګار یې کړی دی چې دواړه هېوادونه به د سیمې د ثبات لپاره هر اړخیزې همکارۍ لا پیاوړې کړي.

په ورته وخت کې بیا د امریکا ددفاع وزیر وایي د افغانستان په ګډون د نړۍ په هره سیمه کې د هر ډول احتمالي ترهګریز ګواښ پر وړاندې اقدام کولی شي.

آسټین مېلر په بروکسل کې په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی له افغانستان د خپلو سرتېرو د ایستلو پرېکړه کړې ده خو دا په دې مانا نه ده چې ترهګرو ته به د فعالېدو او پرمختګ اجازه ورکوي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي د افغانستان په ګډون له هر هېواد چې امریکایي ځواکونه وځي، خو د اړتیا په صورت کې په بېړه اقدام کولی شي.

هغه زیاته کړې د نړۍ پر سر داسې ځای نشته چې د خطر د پیدا کېدو په صورت کې امریکا یا ملګري یې هغه ځای ته و نه شي رسېدلی او خطر له دفع نه شي کړلی.

آسټین مېلر ټينګار کړی چې دوی به د نړۍ په هر ګوټ کې د ترهګرو پر ضد پر وخت اقدام کوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي