د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې په سیمه کې د پوځي اډو لټون د امریکا یوه غوښتنه ده خو دوی خپلو ګټو ته ګوري.
نوموړي له جیو نیوز سره په مرکه کې زیاته کړې، ده وړاندې تر دې هم ویلي چې پاکستان له امریکا سره د پوځي اډو کوم نوی تړون نه دی کړی او نه هم دوی داسې اراده لري.
نوموړي دغه راز څرګنده کړې چې پاکستان په افغانسان کې امن ته لیواله دی او غواړي چې له دغه هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم د سولې پروسه هم پرمختګ ولري.
قریشي وایي، اوس ټوله نړۍ دې نتیجې ته رسېدلې ده چې پاکستان د افغان کشالې نه بلکې د دغې کشالې د حل یوه مهمه برخه ده.
د یادونې ده چې تېره ورځ نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي وه، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته امریکا په دې لټه کې ده چې د سیمې په هېوادونو کې پوځي اډې جوړې کړي او تر ټولو ډېر تمرکز یې هم پر پاکستان دی.
نیویارک ټایمز زیاته کړې وه چې امریکا له پاکستان څخه د پوځي اډې غوښتنه کړې ده چې پاکستان هم په مشروط ډول منلې ده.
راپور کې وړاندې راغلي، د CIA مشر څو څو ځله د همدې هدف لپاره اسلام اباد ته پټ سفرونه کړي او ددې هيواد د دفاع وزير لويد اسټين هم له پاکستاني چارواکو سره په دې اړه خبرې کړې دي.
راپور وړاندي لیکلي، پاکستان په دې شرط امریکا ته د پوځي اډې ورکولو خبره منلې چې هر هغه هدف چې د پاکستان له قلمرو څخه افغانستان کې په نښه کيږي بايد لومړی د دوی موافقه پرې واخيستل شي.