د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ادعا کړې چې د افغانستان د ننه او بهر یو شمېر عناصر شته چې نه غواړي په افغانستان کې سوله ټینګه شي.
شاه محمود قریشي اروپایي پارلمان سره په یوه ویډیویې غونډه کې د دغو عناصرو د نوم له اخیستلو پرته وویل چې د دغو مخربو عناصرو د دسیسو څارنه باید وشي.
نوموړي په دغه وینا کې د طالبانو په ګډون د افغانستان د جګړې د ټولو ښکېلو اړخونو څخه وغوښتل چې د یو سرتاسري اوربند د ټینګېدو لپاره تاوتریخوالی کم کړي.
هغه په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړه کچه ستره اندېښنه وګڼله.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اروپایي وکیلانو ته وویل د افغانستان د سولې له بهیر څخه د پاکستان ملاتړ د دې سبب شو چې د امریکا او طالبانو د سولې موافقه لاس لیک شي.
هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نه لري او سیاسي تفاهم د پرمختګ یواځنۍ لار ده.
د یادونې ده چې تېره ورځ د امریکا د کانګریس غړو ویلي د بایډن ادارې د افغانستان په اړه ددوی اندېښنو ته هېڅ ځواب نه دی ویلی.
د امریکا د کانګریس غړی جېم لانجېون وایي دوی بايډن ته د افغانستان په اړه یو لیک واستاوه، خپلې اندېښنې یې ورسره شریکې کړې خو تر دې دمه یې نه دی ځواب کړی.
هغه د افغانستان په اړه د بايډن پرېکړه ناسمه بولي او په خبره یې دا اقدام به جګړه ختمه نه کړي.
دده په خبره همدا چې بهرنیان له افغانستان وځي نو طالبان د واک ترلاسه کولو لپاره جګړې کوي.
هغه وایي امریکايي حکومت د سرتېرو وتلو عواقب هېڅ نه دي ارزولي او د مسایلو په اړه بې پروايي کوي.
جېم وایي طالبان لا هم له پاکستان سره پېچلې اړیکې لري او له القاعده شبکې سره یې ملګرتیا پر خپل ځای ده.
جېم وايي یوه څېړنه ښيي چې د سرتېرو تر ایستلو وروسته ښایي له ۱۸ تر ۳۶ میاشتو کې القاعده شبکه بېرته پر خپلو پښو ودرېږي او ښايي ټولې سیمې ته خطرونه او ګواښونه جوړ کړي.