ليکنه: صابرحميدي
دوې اونۍ مخکي د افغانستان فوټبال فدراسیون په عمومي فوټبال لوبغالي کي د ۱۴ کلنو لوبغاړو ترمنځ د فوټبال لوبي پيل سوي وې، چي پرون شنبه د مکرویان لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پاي ته ورسېدې.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، چي د مکرویان لوبډلي سره د یادو سیالیو پایلوبي ته رسول شهید لوبډلي لاره پیداکړې وه، چي د یادو لوبډلو ترمنځ لوبه ۱ ګول په مقابل کي د ۱ ګول په مساوي ډول پاي ته ورسېده او وروسته په پینالټیو کي مکرویانو لوبډلي بریا خپله کړه.
یاد فدراسیون وايي، چي پایلوبه مکرویانو ۵ پر ۴ وګټله.
د یادو سیالیو په پای کښي مقام لرونکو لوبډلو او غوره لوبغاړي ته د افغانستان فوټبال فدراسیون د مسئولنیو له لوري بیلابیلي جایزې ورکړل سوې.
په دې سیالیو کي د کابل ښار د بیلابیلو سیمو څخه ۱۰ لوبډلو ګډون کړی وو.
د افغانستان فوټبال فدراسیون سرپرست یوسف کارګر دا ډول سیالۍ خورا ګټوري وبللې.
هغه زیاته کړه، چي همدا لوبغاړي به راتلونکي کي د افغانستان په سني ملي لوبډلو کي لوبیږي او بیا به د وخت په تېرېدو سره افغان ملي لوبډلي ته لاره پيداکړي.