ليکنه: صابرحميدي
د عربستان هیواد په تاریخ کي دا لومړی ځل دئ، چي د ښځینه وو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د دې هیواد د فوټبال فدراسیون له لوري ورته جوړیږي.
په عربستان کي د ورزش په وړاندي سیاسي هڅي ډیري رواني دي، خو د دې هر څه سره – سره دا دئ د یاد هیواد فوټبال فدراسیون په نوښت ښځو ته د فوټبال سیالیو زمینه برابره سوه.
د ښځینه وو ترمنځ د فوټبال په دې لیګ کي ۶ لوبډلو ګډون کړی، چي ټولي لوبډلي د عربستان هبواد د جدې ښار څخه دي.
یادي ټولي لوبډلي خپلو منځنو کي دوه ځلي د تګ او راتګ په ډول سره لوبیږي.
په پای کي که هري لوبډلي د زیاتو بریاوو په خپلولو سره زیاتي نمرې درلودې هغه لومړی مقام خپلوي.
د ښځینه وو ترمنځ د فوټبال د دې سیالیو لوبڅاري هم ښځینه پر مخ وړي.
د دې لیګ په لومړۍ اونۍ کي کینګز یونایټیډ ۱۹ ګولونه پر ۰ موج جدې ته ماته ورکړه، جده ایګیلز ۱۱ پر ۰ اللیث الابیض ته ماته ورکړه او ستورم بیا ۴ ګولونه پر ۳ مراس ته ماته ورکړه.
دا ۶ لوبډلي راتلونکې جمعې ورځ د دې لیګ د دوهمي اونۍ لوبي یو د بل په وړاندي ترسره کوي.
د دې لیګ ټولي لوبي د راتلونکي ډیسمبر میاشتي تر ۶مي نېټې پور د جدې ښار په المرجان فوټبال لوبغالي کي ترسره کیږي.
سعودي عربستان په دې وروستیو درې کلونو کي د ښځینه وو په برخه کي د ډیرو ازادیو هڅي کړي.