ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ په تېره اونۍ کي پیل سو، چي پرون چهارشنبه ماښام ئې د دوهمي اونۍ په لومړۍ لوبه کي خورا جذابه سیالي ترسره سوه.
دا لوبه د طوفان هریرود او موجهای آمو فوټبال ټیمونو ترمنځ ترسره سوه، چي لیدلو ته ئې زرګونه مینوال راغلي وه او خورا په جوش ئې دواړي لوبډلي تشویقولې.
په پرونۍ لوبه کي طوفان هریرود ۳ ګولونه پر ۲ موجهای آمو ته ماته ورکړه.
د طوفان هريرود لپاره محمد نبي اسحاقزي، احسيب احمدي او رحمت الله خېر خواه ګولونه ترسره کړه.
د موجهای آمو لپاره بیا حشمت الله بارګزي او عبېدالله افضلي ګولوهني وکړې.
د یادي لوبي غوره لوبغاړی د طوفان هریرود ټیم څخه رحمت الله خېرخواه وټاکل سو.
طوفان هریرود د پرونۍ لوبي په ګټلو سره بل پړاو یا نیمه پایلوبي ته لاره وموندله.
دا په دې ټورنمنټ کي د یادو لوبډلو دوهمه ـ دوهمه لوبه وه، چي طوفان هریرود تر دې مخکي په خپله لومړۍ لوبه کي سېمرغ البرز ته ۱ پر ۰ ماته ورکړې وه او موجهای آمو بیا لوبه ۱ ګول په مقابل کي د ۱ ګول د میوند اتلانو سره مساوي کړې وه.
نن پنجشنبه د دې سیالیو په بله لوبه کي شاهین آسمایي د سپین غر بازانو سره لوبیږي او سبا جمعه بیا میوند اتلان د سېمرغ البرز سره لوبیږي.
دا دواړي لوبي مازدیګر ۶ بجې پېلیږي.