فوټبال فدراسیون د پخواني رئیس نیولو امر ۶ میاشتي مخکی سوی، خو لا تراوسه آزاد ګرځي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د افغانستان فوټبال فدراسیون پر پخواني رئیس کرام الدین کریم د نیولو حکم شپږ میاشتي کیږی، چي صادر سوی، خو لا هم تراوسه آزاد ګرځي او ندی نیول سوی.
د افغانستان فوټبال فدراسیون مخکینی رئیس کرام الدین کریم د ښځينه افغان ملي لوبغاړو باندي په جنسي ځورونه تورن سوی، چي شپږم میاشتي مخکي د افغانستان لويي څارنوالۍ د هغه د نیولو امر کړی، خو لا هم ندی نیول سوی.

خو لويي څارنوالي ويلي، چي په قضیه کي ښکېل پنځو تورنو کسانو له ډلي دوو ته برات ورکړل سوی، یو په اتو میاشتو بند محکوم سوی او د کرام الدین کریم د نیولو حکم مخکي کشفي مرجعو ته صادر سوی.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون کمېشنري شبنم صالحي رسنیو ته وویل((کورنیو چارو وزارت هغه کس نه حاضروي، څو څېړني تطبیق سي. له دې امله موږ لويي څارنوالۍ او ستري محکمې ته د غیابي حکومت لپاره مکتوب صادر کړی دئ)).
د کورنیو چارو وزارت نصرت رحیمي بیا په دې اړه رسنیو ته وویل(( هغه کسان، چي تورن دي د هغوی په اړه جدي اقدامات سوي او د نیولو لپاره ئې پرمختګونه سوي او ډېر ژر به ونیول سي)).
پر ښځینه لوبغاړو د کرام الدین کریم د جنسي ځورني تورونه د ګڼو افغانانو او له افغانستان دباندي په کلکو ټکو غندل سوي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون یا  فیفا کرام الدین کریم په ټول ژوند کي د هر ډول ورزشي فعالیتونو څخه منع اعلان کړ.
د افغانستان لويي څارنوالي بیا  ۶ میاشتي مخکي لا د هغه د نیولو امر صادر کړی دئ.
 خو خبره دلته ده، چي د نیولو امر ئې شپږ میاشتي مخکي صادر سوی، خو لا هم تراوسه ندی نیول سوی.
د کرام الدین کریم د اوسېدو په ځای تر اوسه څوک ندي خبر، چي هغه چیري اوسیږي.

خپله کرام الدین کریم د ځان په اړه یاد سوي تورونه ردوي او وايي، چي په دې کي هیڅ نه یم ښکېل.