فوټبال: د اروپا تر ټولو د قوي لیګ پچه اچونه ترسره سوه.

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ليکنه: صابرحميدي
د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ(چمپېنزلیګ) راتلونکي ۶۵م پړاو پچه اچونه پرون پنجشنبه د فرانسې په موناکو ښار کي ترسره سوه.
په یاد لیګ کي ۳۲ لوبډلي دي، چي په ۸ ګروپونو وویشل سوې او په هر ګروپ کي ۴ لوبډلي یو د بل په وړاندي د تګ او راتګ په ډول سره لوبیږي.

په لومړي ګروپ کي پي ایس جي، ریال ماډریډ، کلوب بروخه او ګالاتا سرای.
په دوهم ګروپ کي بایرن مونیخ، تاتنهام، المپیاکوی یونان او بلګراد.
په درېیم ګروپ کي منچسټر سیټي، شاختار ډونتسک، دینامو زاګراب او آتالانتا.
څلورم ګروپ کي جیونټوس، اتلاتیک ماډریډ، بایر لورکوزن او لوکوموتیو مسکو.
په پنځم ګروپ کي لیورپول، ناپولي، سالزبورګ او خنګ.
شپږم ګروپ کي بارسلونا، بورسیا دورتمند، اینټر او اسلاویا پراګ.
په اووم ګروپ کي زنیت، بنفیکا، المپیک لیون او آر بي لایپزیش.
او په اتم ګروپ کي بیا چلسي، آژاکس، والینسیا او لیل شتون لري.
دا لوبي د روان ۲۰۱۹ م کال د سپټمبر میاشتي په ۱۷مه پېلیږي.
د دې لیګ د تېر پړاو اتلولي لیورپول خپله کړه.

لیورپول په پایلوبه کي بلي انګلستانۍ لوبډلي تاتنهام ته ۲ ګولونه پر ۰ ماته ورکړه.
د دې ټورنمنټ زیاته اتلولي ریال ماډریډ خپله کړې.
دا لوبډله توانېدلې، چي ۱۳ ځلي د چمپېنزلیګ کپ ترلاسه کړي.

میلان ۷ ځلي، لیورپول ۶ ځلي، بارسلونا هم ۶ ځلي او بایرن مونیخ بیا ۵ ځلي په یاد ټورنمنټ کي لومړی مقام خپل کړی.