فوټبال: جیونټوس د ايټالیا کورنی لیګ په بریا راپیل کړ.

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ليکنه: صابر حميدي
د ایټالیا هیواد د کورني فوټبال لیګ ( سیر اې) ۱۱۸م پړاو تېره شپه پیل سو، چي جیونټوس پکښي په لومړۍ لوبه کي پارما ته ۱ ګول پر ۰ ماته ورکړه او د یاد لیګ نوی پړاو ئې په بریا سره راپیل کړ.
په یاده لوبه کي د جیونټوس لپاره د دې لوبډلي کفتان کيه لیني په ۲۱تمه دقیقه کي ګولوهنه وکړه.
images 650384151929094607133 فوټبال: جیونټوس د ايټالیا کورنی لیګ په بریا راپیل کړ.
د جیونتوس د او د نړۍ نوموتي لوبغاړي تېره شپه ګول وواهه، خو ورورسته د څلورم لوبڅار له لوري یاد ګول بیرته پر ټلویزیون ښکاره او آفسایډ اعلان کړل سو.
ددې لیګ نوی ۱۱۸م پړاو پرون شنبه پیل سو او د راتلونکي ۲۰۲۰م کال د مې میاشتي تر ۲۴مي نیټي پوري دوام کوي.
د ايټالیا هیواد د فوټبال دا کورنی لیګ ۱۲۱ کاله مخکي په ۱۹۹۸م کال کي تاسیس سو، چي پکښي ډیري بریاوي د رونالډو ټیم جیونټوس خپلي کړي.
دې لوبډلي ۳۵ واره دا لیګ ګټلی او ۸ ځلي ئې بیا د تېر پړاو سره په یاد لیګ کي ځان اتلولۍ ته رسولی.
images 5685085319755981101213 فوټبال: جیونټوس د ايټالیا کورنی لیګ په بریا راپیل کړ.اث میلان ۱۸ ځلي، انټر نازونل هم ۱۸ ځلي، جینوا ۹ ځلي، تورینو ۷ ځلي، بولوګنا ۷ ځلي، پرو ورسیلي ۷ ځلي، روما ۳ ځلي، ناپولي ۲ ځلي، لازیو ۲ ځلي، پورینټینا ۲ ځلي، خو ساګلیري، کاسالي، نو ویسي، هیلاس ویرونا او سمپډوریا یو ـ یو ځلی په یاد لیګ کي لومړی مقام خپل کړی.
په دې لیګ ۲۰ ټیمونه یو د بل په وړاندي د تګ او راتګ په ډول سره لوبیږي.
یادي ۲۰ لوبډلي اتلانتا، بولوګنا، بریسیسکا، ساګلیري، پورینټینا، جیونوا، هیلاس ویرونا، انټر نازونل، جیونټوس، لازیو، لیسي، میلان، ناپولي، پارما، روما، سمپډوریا، ساسوولو، سپال، تورینو او اوډینیس دي.
یادي ۲۰ لوبډلي به د راتلونکي ۲۰۲۰م کال د مې میاشتي تر ۲۴مي نېټې پوري یو د بل په وړاندي ولوبیږي.