ليکنه: صابرحميدي
د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د اتمي اونۍ لوبو څخه تېره شپه بارسلونا د سویا فوټبال لوبډلي کوربتوب په نیوکمپ فوټبال لوبغالي کي وکړ، چي بارسلونا ۴ ګولونه پر ۰ سویا ته سخته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي د بارسلونا لپاره سواریز په ۲۷تمه، آرتو ویدال په ۳۲مه، عثمان دمبلې په ۳۵مه او لیونل میسي بیا د لوبي په ۷۸یمه دقیقه ګولونه ولګول.
د بارسلونا لپاره څلور سره ګولوهني خورا جالیبي او په زړه پوري وې، خصوصن د سواریز او لیونل میسي ګولونه.
سواریز په دوو لغته ګول وواهه چي دا د فوټبال په ډګر کي ډېر ستونزمن کار دئ او میسي بیا یوه آزاده ضربه په ګول بدله کړه.
په دې سره د لالیګا لیګ د نمرو په جدول کي بارسلونا خپلي نمرې ۱۶ ته پورته کړې او په جدول کي ئې دوهم ځای ته ځان پورته کړ.
لومړی ځای ریال ماډریډ د ۱۸ نمرو په درلودلو سره لري.
اتلاتیک ماډریډ د ۱۵ نمرو په درلودلو یره درېیم، ګراناډا د ۱۴ نمرو په درلودلو سره څلورم او ریال سوسیداد بیا د ۱۳ نمرو په درلودلو سره پنځم ځای لري.