ليکنه: صابرحميدي
د هسپانیا هیواد لالیګ لیګ ۸۹یم پړاو یوه اونۍ مخکي پیل سو، چي په لومړۍ اونۍ کي ئې بارسلونا د اتلاتیک بلباوو څخه ۱ ګول پر ۰ ماته وخوړه او د دې لیګ نوی پړاو ئې په ماتي سره راپیل کړ.
په هغه لوبه کي د بارسلونا تکړه لوبغاړی لیونل میسي د خوږ له امله نه وو او د دې لوبډلي بل بریدګر لوبغاړی سواریز هم په هغه لوبه کي له پیله خوږ سو او د لوبي څخه ووت.
خو د لالیګا لیګ د دوهمي اونۍ په لوبو کي تېره شپه بارسلونا د ریال بیټیس کوربتوب په نیوکمپ فوټبال لوبغالي کي وکړ، چي لوبه بارسلونا ۵ ګولونه پر ۲ د ریال بیټیس څخه وګټله.
په یاده لوبه کي د بارسلونا لپاره دوې ګولوهني ګریزماین، خو کارلیس پیریز، جوردي آلبا او آرتو ویډال بیا یو ـ یو ګول وواهه.
د ریال بیټیس لپاره بیا نبیل فیکر او لورین مورون ګولوهني وکړې.
د بارسلونا په پرونۍ لوبه کي میسي او سواریز دواړو د خوږ له امله شتون نه درلود.
د هسپانیا هیواد لالیګا لیګ ۹۰ کاله مخکي تاسیس سوی، چي تر ټولو ډېر ریال ماډریډ توانېدلی د دې لیګ اتلولي خپله کړي.
دا لوبډله توانېدلې، چي ۳۳ ځلي په دې ټورنمنټ کي لومړی مقام خپل کړي.
بارسلونا ۲۶، اتلاتیک ماډریډ ۱۰، اتلاتیک بلباوو ۸، والینسیا ۶، ریال سویداد ۲ او ډیپورټیو لاکورنیا، سویا او ریال بیټیس بیا یو ـ یو ځلي په دې لیګ کي ځان اتلولۍ ته رسولی.
تېر ۸۸یم او ۸۷یم پړاونه بارسلونا په پرلپسې ډول خپل کړي.
د فوټبال دا لیګ د نورو هیوادونو ترڅنګ دلته افغانستان کي هم زیات شمېر مینوال لري او د شپې تر ناوخته یادي لوبي.