فوټبال: ایرانۍ نجوني ۴۰ کاله وروسته لوبغالي ته ولاړې.

رنګین تجريدي ډیزاین

ليکنه: صابرحميدي
د ایران حکومت ښځو ته د فوټبال په ورزشي لوبغالي کي اجازه نه ورکوله، چي لوبه له نژدې وګوري، خو تر ۴۰ کلني بندیز وروسته پرون لومړنۍ ورځ وه، چي ایرانۍ ښځي لوبغالي ته ولاړې او لوبه ئې له نژدې وکتله.
71892071 2803819823013802 4290914925636747264 n فوټبال: ایرانۍ نجوني ۴۰ کاله وروسته لوبغالي ته ولاړې.تېره شپه د ایران او کمبودیا فوټبال ملي لوبډلي د ایران هیواد په کوربتوب سره ولوبېدې، چي ایران ۱۴ ګولونه پر ۰ کمبودیا ته سخته ماته ورکړه.
ایران یادي ۱۴ ګولوهني د لوبي په ۵مه، ۱۱مه، ۱۸مه، ۲۲مه، ۳۶مه، ۴۰تمه، ۴۴تمه، ۴۹تمه، ۵۴مه، ۶۱تمه، ۶۵تمه، ۶۷، ۷۸یمه، ۸۵یمه او ۸۸یمه دقیقه کي ترسره کړې.
71821012 2803878939674557 6037709993577283584 n فوټبال: ایرانۍ نجوني ۴۰ کاله وروسته لوبغالي ته ولاړې.
دا لوبه د ۲۰۲۲ نړیوال جام ته لاري پیداکولو په موخه ترسره سوه.
په دې لوبه کي په زرګونه ایرانۍ نجونۍ لوبغالي ته ولاړې او خپله ملي لوبډله ئې په خورا جذاب ډول هڅوله.
72105150 2803819986347119 5255630490886471680 n فوټبال: ایرانۍ نجوني ۴۰ کاله وروسته لوبغالي ته ولاړې.فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون پر ایران ډېر فشار واچاوه، چي نجوني دي د فوټبال لوبه له نژدې وګوري.
71919398 2803819746347143 551918042158727168 n فوټبال: ایرانۍ نجوني ۴۰ کاله وروسته لوبغالي ته ولاړې.
د ایران او کمبودیا ترمنځ پرونۍ لوبي ته د نارینه وو ترڅنګ په زرګونه ښځینه مینوالي هم ورغلي وې.