
ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان او عُمان فوټبال ملي لوبډلي پرون پنجشنبه د عُمان هیواد په کوربتوب یو د بل په وړاندي میدان ته کښته سوې، چي افغان لوبډلي ۳ ګولونه پر ۰ د عُمان څخه سخته ماته وخوړه.
د عُمان لپاره په یاده لوبه کي دوې ګولوهني عبدالعزیز د لوبي په ۲۷تمه او ۳۸مه دقیقه کي ترسره کړې، خو درېیم ګول بیا د پینالټۍ په واسطه محسن الغساني ترسره کړ.
دا لوبه د عُمان هیواد مسقط ښار په السیب فوټبال لوبغالي کي ترسره سوه.
دا لوبه د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام او د ۲۰۲۳م کال د آسیا د ملتونو جام ته د لاري پیداکولو په موخه ترسره سوه، چي په دې سیالیو کي دا د افغانستان درېیمه لوبه وه.
افغان لوبډلي تر دې مخکي په خپله لومړۍ لوبه کي د قطر هیواد څخه ۶ ګولونه پر ۰ سخته ماته وخوړه، خو په دوهمه لوبه کي ئې بیا بنګله دېش ته ۱ ګول پر ۰ ماته ورکړه.
په دې ټورنمنټ کي افغانان خپله څلورمه لوبه د راتلونکي نوومبر میاشتي په ۱۴مه نېټه د ایران په وړاندي ترسره کوي.