فن دایک د اروپا د کال غوره فوټبالر اعلان سو!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ليکنه: صابرحميدي
د اروپا د کال غوره ګول ساتونکی، غوره مرکزي لوبغاړی، غوره دفاعي لوبغاړی، غوره حمله کوونکی لوبغاړی او د اروپا د کال غوره لوبغاړی پرون پنجشنبه اعلان سول.
دا مراسم د فرانسې په موناکوی ښار کي ترسره سول.
په یادو مراسمو کي د کال غوره لوبغاړی فن دایک اعلان سو.
fb img 15671050376256315661126565213503 فن دایک د اروپا د کال غوره فوټبالر اعلان سو!
د فن دایک سره یادي جایزې ته دوه نور قوي فوټبالران لیونل میسي او کریسټیانو رونالډو کاندیدان وه، خو د لیورپول تکړه دفاعي لوبغاړی فن دایک د اروپا د تېر پړاو تر ټولو غوره لوبغاړی اعلان سو.
fb img 15671054914068158639185799334981 فن دایک د اروپا د کال غوره فوټبالر اعلان سو!
لیورپول د چمپېنزلیګ په تېر پړاو کي لومړی مقام خپل کړ، چي فن دایک د لیورپول په یاده اتلولي کي خورا ډېر رول درلود.
د دې مراسمو په پیل کي د برازیل هیواد ملي لوبډلي او انګلستانۍ لوبډلي لیورپول تکړه ګول ساتونکی آلیسون بکر د تېر چمپېنزلیګ(د اروپا د اتلانو لیګ) غوره ګول ساتونکی وټاکل سو.
هغه ته د اروپا د کال غوره ګول ساتونکي جایزه ورکړل سوه.
هغه د خپلي لوبډلي لیورپول د اتلولۍ لپاره خورا ښه ګول ساتنه وکړه.
fb img 15671050203877670221217509708834 فن دایک د اروپا د کال غوره فوټبالر اعلان سو!
له هغه وروسته د اروپا د کال غوره دفاعي لوبغاړی هم ورجیل فن دایک وټاکل سو.
هغه د هالنډ فوټبال ملي لوبډلي او لیورپول تکړه دفاعي لوبغاړی دئ.
د هغه په مرسته لیورپول د چمپېنزلیګ کپ خپل کړ.
fb img 15671050239412105574222228286208 فن دایک د اروپا د کال غوره فوټبالر اعلان سو!
هغه د اروپا د کال غوره لوبغاړی هم وټاکل سو، چي پورته ئې یادونه سوې.
ډي یانګ د اروپا د کال غوره مرکزي لوبغاړی اعلان سو.
هغه د چمپېنزلیګ په تېر پړاو کي د آژاکس سره ولوبېد، خو اوس د بارسلونا کلب سره یوځای سو.
د هغه په مرسته آژاکس د چمپېنزلیګ په تېر پړاو کي نیمه پایلوبي ته لاره پیداکړه.
fb img 1567105026844332994147541340622 فن دایک د اروپا د کال غوره فوټبالر اعلان سو!
د اروپا د ګال غوره حمله کوونکی لوبغاړی بیا لیونل میسي وټاکل سو.
fb img 156710502938237096930296191362 فن دایک د اروپا د کال غوره فوټبالر اعلان سو!
د میسي لوبډلي بارسلونا هم د چمپېنزلیګ په تېر پړاو کي نیمه پایلوبي ته لاره پیداکړه، خو د لیورپول څخه ئې په یاده نیمه پایلوبه کي ماته وخوړه.
هغه د چمپېنزلیګ په تېر پړاو کي خورا ښه وځلېد.