مکرون: هڅه کوو ژر په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزو

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي چې له یو شمېر اروپایي هېوادونو سره په ګډه کار کوي څو په افغانستان کې خپل ډیپلوماټیک ماموریت بېرته پیل کړي.

نوموړي نن خبریالانو ته ویلي چې له دې کار څخه یې موخه دا ده څو وتوانېږي د اروپایي هېوادونو یو شمېر سفیران بېرته کابل ته لاړ شي او هلته به افغانانو سره د مرستې لپاره لا ډېرې هلې ځلې وکړي.

رویټرز اژانس د مکرون له قوله ویلي چې ژر به دا چاره ممکنه کړي.

نوموړي په همدې حال کې ټینګار کړی دی چې طالبان به په رسمیت ونه پېژني.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې ا.ا ویلي وو چې جاپان هم ورته په کابل کې د خپل سفارت د پرانیستلو خبره کړې ده.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي