
وسله والو کسانو تېره شپه په غور ولايت کې د وژل شوي خبریال بسم الله عادل پر کور برید کړی.
د بسم الله عادل ورور لالاګل ویلي، برید کې د ده ورور، د کاکا زوی او یوه ښځه وژل شوي، پنځه تنه ټپیان او درې تنه وسله والو کسانو له ځان سره وړې دي.
د غور والي نور محمد کهنورد بیا وایي، د پېښې څېړلو لپاره یې پلاوی ګومارلی چې جزییات به یې وروسته روښانه شي.
وسله والو طالبانو په دغه پېښه کې لاس لرل رد کړې دي.
د بسم الله عادل په وژنه د یاد ولایت د ولایتي شورا غړی عزت الله بیک تورن و، چې اوس باور دا دی، چې د نوموړي د کورنۍ پاتې غړي به هم د بیک د کسانو له لوري وژل شوي وي.
بسم الله عادل د غور غږ راډیو مسوول مدیر و، چې څه موده وړاندې د وسله والو کسانو له لوري ووژل شو.