ولسمشر غني نن کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې یوې غونډې ته په خبرو کې د جمهوریت پر ساتنه ټینګار وکړو او پر طالبانو یې غږ وکړو چې راشئ او د ټاکنو له لارې خپل باور وازمایئ.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړه چې که چېرته طالبان له ده څخه د وېرې له امله په ټاکنو کې برخه نه اخلي نو دی ژمنه کوي چې په ټاکنو کې به برخه وانخلي.
ولسمشر غني همدا راز ویلي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبان د جګړې د دوام لپاره دلایل نه لري.
نوموړي پر یاده ډله غږ کړی دی چې راشي په لوړ افغاني همت، یووالي، اراده او درک دا وطن په ګډه جوړ کړي.
د هغه په وینا، چې بهرني ځواکونه به په نږدې راتلونکي کې له افغانستان څخه ووځي او طالبانو ته به هم له دې وروسته د جګړې د دوام پلمې ور ختمې شي.
د غني په خبره، دا هېواد یووالي ته اړتیا لري څو تلپاتې او با عزته سولې ته ورسېږي.
په ورته وخت کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې هیڅکله به واک یوې وړې ډلې ته ونه سپاري.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې ده چې دوی ته د افغانستان خلکو رایه ورکړې ده او بېرته به د ټاکنو له لارې واک بلې ادارې ته سپاري.
صالح ویلي چې جمهوریت د دوی پلرنی میراث نه دی او لکه څنګه چې خلکو په کلونو د جمهوریت ساتنه کړې ده له دې وروسته به یې هم ساتي.
د یادونې ده چې ولسمشر غني نن په دغه ولایت کې د مهمند نړیوال خصوصي روغتون هم پرانیستی دی.