لیکوال: ډاکتر رویت ویس
ژباړه: شمیم اتل
د غاښ درد د سختو دردونو د لیست په سر کې ځای لري. د میندو لپاره د ماشوم زیږولو له درد څخه وروسته، د ګوردو، ملا او غاښ دردونه شدید او له زغمه وتلي دردونه بلل کیږي.
د غاښ په دردونو کې د عقل دندان یا( wisdom tooth) درد او له دې سره ملګري دردونه شدید او سخت وي. که ستاسې عقل دندان تر اوسه نه وي په درد شوی، نو بې له شکه چې بختور يۍ. د عقل دندان درلودل او د هغې درد زغمل ګران دي؛ خو د هغې ویستل او له ویستلو وروسته يې درد هم سخت دي.
عقل دندان ته ولې عقل دندان وايي؟
عقل دندان ته ځکه عقل دندان وايي، چې دا غاښونه معمولا له لس کلنۍ وروسته او له ۲۰ کلنې مخکې پیدا کیږي او له ۱۸ ـ ۲۵ کلنۍ پورې وده کوي او غټیږي. دا چې په دغه موده کې انسان د خپل ماشومتوب د عمر په نیست هوښیار او ځیرک وي، د همدې له امله ورته عقل دندان وايي.
عقل دندان ولي ستونزې جوړوي؟!
عقل دندان په ژامه کې د اصلي غاښونو برسیره پیدا کیږي. د ځینو انسانانو ژامې ددې د غاښونو د ځایولو ظرفیت لري، خو ځینې نور بیا ددې غاښونو لپاره په ژامه کې مناسبه فاصله نه لري.
د یوې سروې له مخې ۴۰ سلنه خلک ددې غاښونو ویستلو ته اړ کیږي. ځکه کله چې په ژامه کې ددې غاښونو لپاره مناسبه اندازه ځای وجود ونه لري، نو دا غاښ نیم د کوپړۍ په هډوکي او نیم هم په کوم بل لوري په غوښه کې ننوځي، چې د شدیدو دردونو د پیدا کیدو لامل کیږي.
کله چې په ژامه ددې غاښونو لپاره مناسبه اندازه ځای وجود ونه لري، نو غاښ له خپل مسیر څخه اوړي او ککږي. دلته نو بیا بکتریاوي او ورته زیان رسوونکي نور مواد ځای نیسي، چې هم نور غاښونه خرابوي او هم د خولۍ د بدبوۍ لامل کیږي.
ددې سربیره، کله چې ددې غاښونو لپاره په ژامه کې مناسبه اندازه فاصله وجود ونه لري، نو په نورو غاښونو هم فشار راوړي او نور غاښونه هم ککږوي.
ایا دا غاښونه باید هر څوک وباسي؟!
نه، دا غاښونه یوازې هغه څوک وباسي، چې په ژامه کې ددې غاښونو لپاره مناسبه اندازه فاصله یا Space وجود ونه لري. ۶۰ سلنه خلک دا غاښونه نه وباسي؛ خو که دا غاښونه لږ او یا هم ټول په وریو او غوښه کې او ان که کله هم په هډوکي ننوتلي وي، ویستل يې ضروري دي. تر ټولو ښه خبره داده، چې دا پریکړه ډاکټر وکړي. یعنې خپل د غاښونو ډاکټر سره وغږیږئ، که يې مناسبه وبلله، نو ويې باسئ.
هڅه وکړئ، چې غاښ مو څومره چې په لومړیو کې وي، ویئ باسئ. څومره چې مو عمر کم وي، هومره ښه ده، چې دا غاښونه مو وباسئ. له ۲۵ کلنۍ وروسته ددې غاښونو ویستل تاسې ځوروي.
ایا د عقل دندان ویستل ډير درد لري؟!
نه، همیشه نه. که د غاښ ریښې ډير قوي نه وي او په هډوکې او غوښه کې نه وې تللی نو دومره درد نه لري؛ خو د غاښ له ویستلو وروسته څه نا څه درد لري. د هغې د درد د ارمولو لپاره تاسې ته ډاکتر درمل هم درکوي. یو دوه ورځې درد لري. خو مخ به مو څو ورځې پړسیدلی وي.
زه په هند کې یو ډاکتر ته ورغلم. هغه راته د عقل دندان د ویستلو وویل. ویل يې، چې دواړه غاښونه دې باید وباسې. ما يې هم سپارښتنه ومنله. یو کوچنې عملیات يې ورته ترسر کړ. د غاښ د ویستلو پر مهال دومره په تکلیف نه شوم، خو وروسته يې لږ لږ درد کاوه او ژامه مې پړسیدلې وه. یو غاښ مې وویستو او دا بل طرف اوس هم پاتی دی. هغه راته د داوړو غاښونو د ویستلو ویلي وه؛ خو دا چې زه مسافر وم، نو ددې بل درد او کړاو ته مې ځان نشو ټینګولای. اوس درد لري. نو پلان لرم، چې راتلونکې میاشت کې د دا بل طرف عقل دندان هم وباسم. ځکه چې ددې غاښ ویستل هومره درد نه لري، څومره چې اوس لري.