
د پاکستان لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي عمر داوودزی وایي، چې پاکستاني پلاوي په کابل کې د خپل سفر په لړ کې له ګڼو افغان چارواکو سره کتلي دي.
د هغه په خبره په دې سفر کې تر ډېره دواړو لورو د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
داودزی زیاتوي، چې افغان او پاکستاني لوري توافق کړی دی چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د اړیکو د رغولو لپاره هڅې په کار دي او هوکړه شوې چې له سره به د اړیکو رغولو لپاره کار کېږي.
هغه په دې اړه لا ډېر جزیات نه دي ورکړي.
عمر داودزی دا هم وايي چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل د پاکستان او افغانستان دواړو په ګټه دي او پاکستان دا منلې چې با ثباته افغانستان یې په ګټه دی.
د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان ځانګړي استازي محمد صادق په مشرۍ د پاکستان یو پلاوی د یکشنبې په ورځ کابل ته په دوه ورځني سفر راغی او دلته یې له ګڼو افغان چارواکو سره ولیدل.
د پاکستان یاد پلاوی داسې مهال کابل کې له افغان چارواکو سره لیدلي، چې دواړه هېوادونه وخت ناوخت په یو بل د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه لګوي.
افغان حکومت په ځلونو ویلي، چې پاکستان د افغان سولې په بهیر کې دوه مخی رول لوبوي، که دوی وغواړي کولای شي پر طالبانو فشار راوړي او د خبرو مېز ته یې کېنوي.