عمران خان: د سلسلې علي خېل تښتونکي باید ۴۸ ساعتونو کي ونیول شي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

عمران خان د سلسله علي خېل د ربړونې او تښتونې د عاملینو د نیولو امر کړی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ددغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی څو ددغه پېښې عاملین ونیسي.

پاکستاني رسنۍ بیا وایي چې د کورنیو چارو وزیر هم د یادې پېښې د عاملینو د نیولو ژمنه کړې ده.

سلسله علي خېل په پاکستان کې د افغان سفیر لور ده، چې تېره ورځ تر تښتونې وروسته شکنجه شوې او بېرته خوشې کړل شوې ده.

دې مسئلې په افغانستان کې سخت غبرګونونه پارولې دي او ټولو سیاسي څېرو په پاکستان کې د افغانې نجلۍ پر وړاندې دغه کړنه غیر انساني بللې او د عاملینو د نیولو غوښتنه یې کړه.

ځینې نړیوالو سیاسي او د بشري حقونو په برخه کې فعالو څېرو دا پېښه له شرمه ډکه بللې ده او پاکستان یې د بشري حقونو په نقض تورن کړی دی.

د یادونې ده چې تېره ورځ اسلام اباد کې د افغان سفیر د لور تښتول کېدو ته د افغانستان بهرنیو چارو وزارت غبرګون ښودلی دی.

یاد وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر یاده پېښه ژوره خواشیني څرګنده کړې او دا پېښه یې په کلکو ټکو غندلې ده. اعلامیه کې له یاد هېواد څخه په کلکه غوښتنه شوې ده چې دا پېښه په جدي توګه وڅېړي، عاملین دې ژر تر ژره پیدا او د قانون منګولو ته دې یې وسپاري.

د ویلو ده چې په پاکستان کې د افغان سفیر لور سلسله علي‌خیل د سرطان میاشتې په ۲۵مه کور ته د ستنېدو پر مهال د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوې وه.

علي‌خېل د تښتوونکو له لوري سخته ربړول شوې او اوس مهال تر صحي مراقبت لاندې ده.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي