عمران خان: امریکايي عسکر وځي، خو بایلونکی هند دی

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

پاکستان وایي له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې هند تر ټولو ستر بایلونکی دی.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته وضعیت په ټوله سیمه کې د ترینګلي کېدو پر لور روان دی.

هغه ویلي به دې منځ کې تر ټولو ستر بایلونکی هند دی، ځکه په افغانستان کې یې میلیونونه ډالر پانګونه وکړه او اوس دغه هېواد له خطر سره مخ دی.

عمران خان یو ځل بیا ویلي چې دوی د افغانستان په اړه پر خپل دريځ ولاړ دي او هغه دا چې دلته شته ستونزه نظامي حل نه لري او دواړه لوري باید خبرو ته ادامه ورکړي.

بلخوا ملګرو ملتونو د سولې په اړه د طالبانو د قطر دفتر له غړو سره کتلي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یونما له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ددغه دفتر مشرې دیبورا لاینز په دوحه کې د طالبانو له مذاکراتي ټیم سره کتلي دي او پر سوله او روان وضعیت یې خبرې ورسره کړې دي.

لاینز ویلي چې د افغانستان مذاکرات د ملګرو ملتونو له ملاتړ برخمن دي، خو ددې اړتیا ده چې سوله او مذاکرات د جګړو د ختمولو لپاره تر بلې هرې لارې لومړیتوب ولري.

د نوموړې په خبره افغانان سولې ته هیلې لري او دواړو لورو ته په کار ده چې رښتیني مذاکرات پیل کړي او روانو جګړو ته د پای ټکی کېږدي.

د ملګرو ملتونو استازې ټینګار کړی چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي او ښکېلې خواوې باید دا واقعیت ومني.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي