عمران خان: افغانستان کې د جګړې په ختمېدو سره زموږ او د امریکا ګټې زیاتېږي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

پاکستان یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د خبرو له لارې د جګړو د ختمېدو ملاتړي دي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان واشنګټن پوسټ ته ویلي امریکا او پاکستان په افغانستان کې ګډې ګټې لري.

د هغه په وینا امریکا هم غواړي افغانستان کې دایمي ثبات، سوله او پرمختګ رامنځ ته شي او پاکستان هم د همدې چارې غوښتونکی دی.

د نوموړي په خبره د هغه حکومت کلک ملاتړ کوي چې د افغانانو په خوښه او انتخاب رامنځ ته کېږي او په وینا یې په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ لاسوهنه ګټوره نه ده، تر ګټو یې زیانونه ډېر وي او دا تاریخ ثابته کړې ده.

د عمران خان په وینا پاکستان د افغان کشالې د حل لپاره کافي تجربې لري او هڅه کوي د سولې په برخه کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.

نوموړي ویلي په سیمه کې د امریکا حضور، د ډرون الوتکو بریدونه او د جګړې دوام به د امریکا دښمنان ډېر کړي له همدې امله دوی په هېڅ صورت امریکا ته د اډو له ورکړې سره موافقه نه کوي.

عمران خان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د افغان حکومت ټول لوړپوړي چارواکي دغه هېواد د ترهګرو او په افغانستان کې د روانې جګړې ملاتړی بولي.

د یادونې ده چې وړمه ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي وه چې نړیوالې ټولنې د افغان سولې په خبرو کې د پاکستان رول په پراخه توګه منلی دی.

شاه محمود قریشي زیاته کړې وه، چې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د ډیریدو په هکله “مبالغه”کیږي.

د هغه په خبره، چې د داعش په څیر ورانکاري عناصر او په افغانستان کې دننه ځینې ډلې چې ګټې یې په جګړې کې دي، د تاوتریخوالي په تازه پیښو کې لاس لري.

د قریشي دا خبرې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او ګڼو نورو سیاسي مشرانو په کلکو ټکو غندلې دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي