
ځینې عربي متلونه خورا په زړه پوري او ښوونکي دي.
عربان وايي: اوبه له هغه ځایه څښئ، له کوم ځایه یې چې اس څښي؛ ځکه چې د اسونو نسل په ناپاکو اوبو کې خوله نه ښکته کوي یا نه څښي.
ـ که غواړئ په ارامه ډول ویده شئ ، نو کټ مو هغه ځای جوړ کړئ، چیرې چې پیشو خوب کوي، ځکه چې پیشو تل یو پر سکونه/ ارامه ځای غوره کوي.
ـ هغه مېوه وخورئ، چې چینجی ځنې تیر شوی وي، یاني خوله یې نه وي وروړي. ځکه چې چینجي یوازې د میوې پخېدو ته ګوري (پخې مېوې لټوي).
ـ د کور جوړولو لپاره داسې ځمکه /ځای غوره کړئ؛ چېرته چې ښامار د لمر کنډ ته رغړي او خوله اچوي.
ځکه چې ښامار د ارام لپاره یوازې هغه ځای غوره کوي، چې کلک او پوخ وي او په ژمي کې ګرم او په دوبي کې یخ وي.
د اوبو لپاره هغه ځای (ځمکه) وکېندئ؛ چیرې چې چرګان (مرغان) د تودوخې څخه پناه اخلي.
ځکه چې چیرې چې چرګان له تودوخې پناه وړي،هغه ځای اوبه موجودې وي.
که غواړئ بریالي واوسئ ، نو په ویده کېدو او پورته کیدو کې د مرغۍ چلند/ عادت تعقیب کړئ.
ځکه چې الوتونکي د رزق د لټه لپاره غوره وخت غوره کوي، کوم چې د بریا تر ټولو اغېزناکه لاره ده.