عبدالله: که طالبان د جګړې له لارې هدف ته رسېدل غواړي؛ نو هېڅ ګټه به ونه کړي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي چې د جګړې دوام د خلکو د مصیبت او غم زیاتولو پرته د یو لوري په ګټه هم نه دی.

نوموړي نن په کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې یو ځل بیا طالبان ملامت کړل چې ګوندې تر اوسه پورې پر اساسي مسائلو خبرو ته نه دي چمتو شوي.

عبدالله ټینګار کړی دی چې په هر ډول شرایطو کې به د سولې دروازې خلاصې وي خو زیاتوي چې د تپل شوې جګړې پر وړاندې هم په کرار نه کېني.

عبدالله خبرداری ورکړی دی چې که چېرته طالبان د جګړې له لارې خپلو اهدافو ته د رسېدو هڅه کوي نو دا باید په یاد ولري چې هیڅ نتیجې ته نه شي رسېدلی.

هغه دغه راز د سولې پروسه کې د ښځو د حقونو پر ساتنه هم ټینګار کړی دی او په خبره یې د سولې پروسه کې مېرمنې څنډې ته نه پاتې کېږي.

بلخوا ملګري ملتونه وایي افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په یوه راپور کې ویلي چې روان کال د جګړو د شدت له امله لسګونه زره افغانان بېځایه شوي دي.

د سرچینې په خبره روان کال له جنورۍ میاشتې راهیسې ۲۷۰ زره کسان له خپلو مېنو بېځایه شوي چې په دې سره په دغه هېواد کې د بېځایه شوو کسانو شمېره ۳.۵ میلیونه کسانو ته رسېدلی دی.

د کډوالو عالي کمیشنري د خلکو د بېځایه کېدو ستر لامل روانې جګړې بولې او په وینا یې څومره چې جګړې ډېرېږي دومره د بېځایه شوو کسانو شمېره لوړېږي چې ورسره جوخت د بشري ناورین خطر هم مخ په لوړېدو دی.

دغه نړیوالې ادارې پر مرستندویه موسساتو غږ کړی دی چې له بېځایه شوو سره د مرستې لپاره همغږي ډېره کړي او اړمنو ته دې ژر تر ژره بشري مرستې ورسوي.

ملګري ملتونه داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې زرګونه بېځایه شوو وګړو ته تر اوسه ان د لومړنیو خوراکي توکو مرستې هم نه دي رسېدلې.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي