ا.ا.ا وایي هغه کسان مو نیولي چې تېره ورځ یې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د واده په مراسمو ډزې کړې وې.
د ا.ا.ا ویاند بلال کریمي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې یادو کسانو د ا.ا له نوم ناوړه استفاده کړې او د واده په خلکو ډزې کړي دي چې له کبله یې دوه کسان وژل شوي او لس نور تپیان دي.
کریمي زیاته کړې، چې دغه برید کوونکي درې کسان و، چې دوه یې نیول شوي او یو بل یې تر تعقیب لاندې دی.
د ننګرهار عیني شاهدان وایي، چې طا لبانو تېره ورځ د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د واده په مراسمو د موسیقۍ د خپرولو له کبله ډزې کړي دي چې له کبله یې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د یادونې ده چې تېره ورځ د طالبانو ویاند حنیف ننګرهاري هم د پیښې پخلی کړی و خو عاملین یې نامعلوم وسلوال کسان وبلل.
طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره یعنې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو په ترڅ کې په افغانستان کې پر موسیقۍ بندیز وضع کړی وو او دغه کار یې ګناه بلله.
د روان میلادي کال د اګست میاشتې له نیمايي راهیسې، هغه مهال چې د افغانستان پخوانی حکومت وپرځید او طالبان واک ته ورسیدل، له افغانستان څخه ګڼ شمیر هنرمندان او سندرغاړي ووتل.
د معلوماتو له مخې یو شمیر نورو افغان سندرغاړو بیا په افغانستان کې خپل هنر ترک کړی او نورو کارونو ته یې مخه کړې ده.