طالبان: د نیوزیلنډ په څیر له نورو هېوادونو هم ورته تمه لرو چې سرتېرې وباسي

رنګین تجريدي ډیزاین

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د نیوزیلنډ هېواد دا اقدام چې د دوحې د تړون پر اساس خپل عسکر له افغانستان څخه باسي، د هرکلي وړ دی.

هغه زیاته کړې، دوی له ټولو هغو هېوادونو څخه د ورته اقدام غوښتنه کوي چې د خپل هېواد عسکر يې د افغانستان په اوږده او نه ګټونکي جګړه کې ستړي کړي دي.

طالبان داسې مهال دا څرګندونې کوي چې نن د نیوزیلنډ هېواد لومړۍ وزیرې په تازه څرګندونو کې ویلي دي چې په تېرو شلو کلونو کې یې سرتېرو د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی دی او اوس ددې وخت دی چې خپل سرتېري تر مې میاشتې له دغه هېواد وباسي.

د نوموړې په وینا په افغانستان کې د سولې هوکړه لاسلیک شوې ده او د سیاسي جوړجاړي لپاره هم خبرې روانې دي نو ددوی د سرتېرو حضور ته اړتیا نشته ده.

نوي زیلنډ له ۲۰۰۱ز کال راهیسې په افغانستان کې تر ۳۶۰۰ پورې سرتېري لرل چې په بېلو برخو کې یې ماموریت ترسره کاوه.

بل لورته د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې د شرایطو تر برابرېدو پورې به یې سرتېري خپل ماموریت ته دوام ورکړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي