طالبانو په یو تازه بیان کې ددې ډلې له خوا د پرلپسې څو ولسوالیو او سیمو نیول لویه فتحه بللې ده او ویلي، په هغو ولسوالیو کې به چې د دوی تر واک لاندې راغلي ، مدرسې، ښوونځي، روغتونونه او نور عام المنفعه ځایونه بیرته پرانیزي.
طالبانو هغو کسانو ته چې د دوی په وینا د پاڅونوالو په نوم اربکیان وسلوال کوي هم خبرداری ورکړی چې په وړاندې به یې جدي چلند وکړي.
په دې بیان کې په نیول شویو ولسوالیو کې له میشتو طالب وسلوالو غوښتل شوي دي چې دې سیمو کې دې امنیت ټینګ کړي او په دولتي ودانیو سربېره دې په بازارونو کې د خلکو د دوکانونو، کارځایونو، مارکیټونو، صرافیو او نورو هټیو امنیت وساتي.
طالبانو په دې بیان کې د دوی لاس ته د لویدلې بندرونو د پرانیستې پاتې کیدو ټینګار کړی، ګاونډیو هیوادونو یې ډاډ ورکړی چې سرحدي سیمو ته د طالبانو په رسیدو به ګاونډیانو ته کوم زیان نه متوجې کیږي او ښه روابط به ورسره ساتي او د ګاونډیو خاوره به هم ددوی له خوا په امن وي.
دا داسې مهال ده چې طالبانو وړمه ورځ د شیرخان بندر هم نیولی دی او په ګاونډي هیواد تاجکستان کې سرچینو ویلي چې تر سلو زیات افغان حکومتي سرتیري د دوی خواته ور اوښتي دي. اخوا روسیې په شیر خان بندر کې په وضیعت اندېښنه ښودلې.
طالبانو خپله اعلامیه کې د ښځو ، رسنیو، لږکیو او د ټولنې د ټولو اقشارو د حقونو د خوندیتوب او دوی ته د درناوي خبره هم کړې ده.
خو د افغانستان حکومت وايي، طالبانو چې هر ځای نیولی، عامه تاسیسات او شتمنۍ، پلونه او پلچکونه یې په بمونو الوځولي.
د حکومت د رسنیو د مرکز مشر دواخان مینه پال یو شمېر رسنیو ته ویلي، طالبانو د ارغنداب ولسوالۍ کې د خلکو لارې او کورونه تر نیول کیدو وروسته په ماینونو ډک کړل چې لا هم هلته پرې ولسي خلکو چاودنې کوي او په ډیرو سمیو کې یې دولتي تاسیسات ویجاړ یا هم لوټ کړل.
څو ورځې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې هغه ویډیو سخت انتقادونه راپورته کړي وو چې په د فرا ولایت د انار درې ولسوالۍ ودانۍ تر نیول کیدو وروسته طالبانو په بمونو ویجاړه کړه. وروسته طالبانو وویل چې ددې کار ترسره کونکو سره به قانوني چلند وکړي.
یو شمېر څارونکي هم د طالبانو دا اعلامیه تبلیغاتي بولي او وايي دې ډلې تر خپل واک لاندې سیمو کې خلکو ته د روغتیا، تعلیم او نورو برخو اسانتیاوې نه دي برابري کړې او ځايي وسلوال یې پر خلکو سخت اصول عملي کوي، رسنۍ یا فعالان نه پریږدي چې د دوی پر کړنو ازادنه تبصرې وکړي او همدارنګه د نجونو ښونځي یا تړلي او یا تر شپږم ټولګې پورته اجازه نه ورکوي.