طالبان وايي چې دوی د قدرت انحصار نه غواړي خو ټینګار کوي چې تر هغو پورې چې پر یوه توافق شوي حکومت پريکړه نه وي شوې او ولسمشر غني له واکه لیرې شوی نه وي، په افغانستان کې سوله نه شي راتلی.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني ویاند او د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي سهیل شاهین، له اسوشیتید پریس خبري آژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې طالبان دې ته چمتو دي چې خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي خو یوازې په دې شرط چې د ټولو لوریو له خوا پر یوه منل شوي حکومت توافق وشي او د ولسمشر غني حکومت له منځه ولاړ شي.
شاهین وویل: «زه غواړم دا واضح کړم چې موږ د قدرت په انحصار باور نه لرو دا ځکه چې هر حکومت چې په تیر وخت کې یې په افغانستان کې قدرت انحصار کړی، هغوی بریالي حکومتونه نه ول.»
طالبانو هم د خپل حکومت په موده کې د واک بشپړ انحصار درلود او د شاهین په خبره موږ نه غواړو هماغه زاړه فورمولونه بیا تکرار کړو.
سهیل شاهین په خپلو خبرو کې پر ولسمشر غني هم نیوکې وکړې او هغه یې د جګړې تږی یاد کړ.
شاهین په خپلو خبرو کې د اختر په ورځ د ولسمشر غني تازه څرګندونو ته هم اشاره وکړه چې د طالبانو پر ضد یې د نویو عملیاتو خبر ورکړ.
په ورته وخت کې د طالبانو یو پلاوي د امریکا، اروپايي ټولنې، جرمني، بریتانیا، فرانسې، ناروې، د ناټو ملکي استازي، یوناما او د قطر استازو سره غونډه کړې.
د دې انلاین غونډې کوربهتوب د ایټالیې ځانګړي استازي جیانفرانکو پټروزیلا کړی او په کې د افغانستان په روان وضعیت، سولې پروسې، د طالب بندیانو پر ازادۍ، له تور نوملړه د طالب مشرانو د نومونو په ایستلو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې شوي.
دې غونډه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي، د سولې په اړه د دوی په پالیسۍ کې بدلون نه دی راغلی او دا ډله غواړي چې د افغانستان مسئله د خبرو له لارې حل شي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي، دې غونډې ته وینا کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ویلي، دا ډله د واک انحصار نه غواړي او ټول افغانان باید د خپل هېواد په امنیت او سوکالۍ کې ونډه واخلي.
غونډې ته د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ویلي، دوی له نړۍ سره د بشر حقونو، تعلیم او تعامل ته ژمن دي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان په بیارغونه کې فعاله ونډه واخلي.