طالبانو ویلي چې دوی به په هیڅ صورت د امریکایي ځواکونو له پاتې کېدو سره موافقه ونه کړي ځکه دوی نور د بهرنیانو حضور نه شي زغملی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، له ډي پي اې خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې که چېرته د ناټو په ګډون امریکا او نورې خواوې غواړي چې د افغانستان اوسنی بحران پای ته ورسېږي نو باید د دوحې پر هوکړه عمل وکړي.
د دوحې هوکړه کې ژمنه شوې وه چې امریکایي ځواکونه به د روان میلادي کال تر مې میاشتې پورې له افغانستان څخه وځي خو د بایډن ادارې بیا وویل چې طالبانو یاده هوکړه نه ده عملي کړې نو دوی هم پر یاده هوکړه له سره کتنه کوي.
طالبان داسې مهال دا څرګندونې کوي چې نن ولسمشر غني ویلي د سرتېرو د حضور په اړه د ناټو پرېکړه کولی شي د سولې بهیر چټک کړي.
نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي ددې اړتیا ده چې ناټو په افغانستان کې د یوه سیاسي جوړجاړي لپاره په خپلو پرېکړو کې دقیقه وي.
د هغه په وینا د سرتېرو د پاتې کېدو پرېکړه کول به ددې سبب شي چې طالبان د سولې بهیر چټک کړي او په دې توګه په افغانستان کې څلوېښت کلنه جګړه ختمه کړل شي.
نوموړي په خپله تازه مرکه کې دا نه دي ویلي چې په افغانستان کې څومره سرتېرو ته اړتیا ده، خو وایي دا کچه باید د جګړې په شدت پورې وتړل شي.
نوموړي همدا راز ویلي چې نړیوال باید په لا ډېر انسجام او لا ډېره همکارۍ په افغانستان کې روانه اوږده جګړه ختمه کړي او په وینا یې حکومت یې د سولې ملاتړی دی او د رښتینې سولې او ثبات د راتګ لپاره سترو قربانیو ته هم تیار دی.