د طالبانو د قطر دفتر پلاوي شهاب الدین دلاور د امریکا د ولسمشر جو بایډن وروستیو څرګندونو ته غبرګون کې وايي، که طالبان وغواړي دوو اونیو کې ټول افغانستان نېولی شي.
ولسمشر بایډن پرون د خبریالانو دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا پر طالبانو باور لري او ایا دوی به واک ترلاسه کړي، وویل، نه! پر طالبانو باور نه لري، خو د درې سوه زرو په شمېر کې پر مجهزو افغان ځواکونو باور لري.
بل لور ته طالبان دا د ولسمشر بایډن شخصي نظر بولي او مسکو ته یې د دې ډلې تللي پلاوي غړی شهاب الدین دلاور وايي، که دوی وغواړي په ۱۴ ورځو کې ټول افغانستان تر خپلې ولکې لاندې راوستلای شي.
دلاور زیاته کړې، بهرنیو ځواکونو ته فرصت ورکړل شوی، چې په ارامه فضا کې له افغانستان څخه ووځي.
تېره ورځ د شهاب الدین دلاور په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی د روسیې پلازمېنې مسکو ته تللی.
طالبانو همدا راز زیاته کړې، چې دا سفر یې د روسیې په رسمي بلنه تر سره کړی.
په ورته وخت کې د روسي خبري آژانسونو په حواله طالبانو ویلي چې له افغان حکومت سره پر احتمالي اوربند خبرې کوي او په دوحه کې د خبرو د بریا په صورت کې به خپل تهاجمي عملیات ودروي.
د طالبانو يوه پلاوي په مسکو کې نن له یو شمیر رسنیو سره په خبرو کې د احتمالي اوربند پر موضوع د بحث او خبرو خبر ورکړی دی.
د روسي خبري آژانسونو د راپورونو په حواله، طالبانو په قطر کې د سولې د خبرو د بریا په صورت کې د خپلو تهاجمي بریدونو د توقف یادونه کړې او زیاتوي چې له افغان حکومت سره هم پر احتمالي اوربند بحثونه کیږي.
طالبانو څو ورځې وړاندې د قطر په دوحه کې د افغان حکومت له پلاوي سره له اوږدې مودې ځنډیدلي د سولې مذاکرات بیا پیل کړي دي.
په همدې روانه اونۍ کې رویترز خبري آژانس هم په خپل یوه راپور کې ویلي وو چې طالبان په پام کې لري چې د روانې میاشتې تر پایه پورې افغان حکومت ته د سولې خپل لیکلی پلان وړاندې کړي.
د یادونې ده چې تېره ورځ ملګري ملتونو ویلي، چې ښکېل اړخونه دې ژر تر ژره د خبرو مېز ته ستانه شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یونما مشرې دیبورا لاینز په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په قطر او کابل کې یې د دواړو لورو له مشرانو سره پر روان وضعیت خبرې کړې دي.
نوموړې ویلي په دې لیدنو کې یې ټینګار کړی چې باید ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړل شي، شخړې دې پای ته ورسېږي او په بېړنۍ توګه دې دواړه لوري د خبرو مېز ته ستانه شي.
لاینز وایي چې د افغانستان د سولې مذاکرات د ملګرو ملتونو له هر اړخیز ملاتړ برخمن دي نو له همدې امله دواړو لورو ته په کار ده چې رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي.
لاینز څو ورځې وړاندې دوحې ته تللې وه او هلته یې له طالبانو سره په خبرو کې د مذاکراتو پر دوام او بیا پیلېدو ټینګار کړی دی.
نوموړې ویلي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېږي او ښکېلې خواوې باید دا واقعیت درک کړي.