طالبانو په قطر کې جدي مذاکراتو چمتوالی ښودلی

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

طالبانو په نږدې ورځو کې په دوحه کې جدي مذاکراتو ته تیاری ښودلی دی.

طالبانو ته یو شمېر نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي چې طالبان د استانبول په غونډه کې ګډون ته تیار دي خو وایي چې وروستۍ پرېکړه باید په دوحه کې وشي.

سرچینه همدا راز وایي چې طالبان به په نږدې ورځو کې له افغان حکومت سره په دوحه کې جدي مذاکرات پيل کړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې طالبانو او د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي تر اوږده ځنډ وروسته د اختر په دویمه په دوحه کې سره وکتل.

هلته هم ټینګار شوی و چې تر اختر وروسته به بین الافغاني مذاکرات دوام کوي او دواړه لوري به د خبرو له لارې د جګړې پر پای ته رسېدو تمرکز کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوربند له پای ته رسېدو سره سم د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د طالبانو او افغان پوځ ترمنځ نښتې پیل شوې دي.

د راپورونو له مخې په هلمند، کندوز او ځینو نورو سیمو کې طالبانو تهاجمي بریدونه پيل کړي چې د افغان ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي او دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

ملي دفاع وزارت هم ددغه بریدونو د تایید تر څنګ پر طالبانو تور پورې کوي چې په ځینو سیمو کې یې اوربند نه دی مراعات کړی او بریدونو ته یې ادامه ورکړې وه.

ملي دفاع وزارت همدا راز وایي چې تازه یې په هلمند کې پر طالبانو برید کړی او دوی ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده. طالبانو هم د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

هممهاله د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ښکېلو لورو ترمنځ د جګړې بیا پیلېدل غندلي دي.

ددغه کمیسیون له لوري په تازه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، خلکو تمه لرله چې په اختر کې او تر اختر وروسته به د جګړې له مالي، ځاني او معنوي زیانونو خوندي وي، خو داسې و نه شوه او جګړو بیا ځلې ادامه پیدا کړې ده.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون همدا راز (د یو بل تر څنګ د سوله ییز ژوند) د نړیوالې ورځې په مناسبت هم پر ښکېلو لور غږ کړی دی چې جګړه ودروي او سوله ییز ژوند غوره کړي.

سرچینه وایي سوله ییز ژوند یوازې د جګړو او وژنې درول نه دي، بلکې د یو بل حقونو ته درناوی، د یو بل خبرې اورېدل، زغم او له د خبرو له لارې د ستونزو او کشمکشونو حل دا هر څه د سوله ییز ژوند برخې دي.

د بشري حقونو کمیسیون په هېواد کې د جګړو دوام او ملکي مرګ ژوبله خواشینوونکې بولي او زیاتوي، ددې جګړو زیان نه یوازې اوسنیو بلکې راتلونکو نسلونو ته هم رسېږي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي