طالبانو د عبدالله په شمول ځینو افغان سیاسي څیرو ته لیکونه لېږلي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

طالبانو ځینو افغان سیاسي څېرو ته د مستقیمو مذاکراتو په موخه لیکونه استولي دي.

رسنیو ته باوري سرچینو ویلي، چې طالبانو غوښتي په انفرادي توګه له ځینو سیاسي څېرو سره لیده کاته ولري چې له همدې امله یې دوی ته لیکونه استولي او له دوی یې د مذاکراتو غوښتنه کړې ده.

په دې ډله کې یو هم د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله دی چې د طالبانو لیک ورته رسېدلی دی.

د نوموړي ویاند فریدون خوځون د لیک رسېدل تایید کړي خو وایي له طالبانو سره د سیاسي څېرو انفرادي مذاکرات د هېواد په ګټه نه دي.

د هغه په خبره طالبان په دې توګه غواړي د جمهوریت په لیکه کې درځ راپیدا کړي او د افغان حکومت د مذاکراتي ډلې موقف کمزوری کړي.

د حکومت ځینو نورو چارواکو هم په څرګندونو کې دا د نفاق راوستو لپاره د طالبانو هڅه بللې ده.

په ورته وخت کې د ملي مصالحې د عالي شورا مرستیال عطاالرحمان سیلیم وايي چې وسله والو طالبانو د سولې لپاره خپله طرحه له دې شورا سره شریکه کړې ده.

سلیم پرون د ثور د اتمې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې وویل، هیله لري چې د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا طرحه د طالبانو له طرحې سره د یوځای کېدو په نتیجه کې په افغانستان کې د سولې لپاره یو ګډ نظر رامنځته کړي.

سلیم د طالبانو د طرحې د جزییاتو په اړه جزیات ورکړي نه دي.

طالبانو هم تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي چې د سولې په اړه کومه طرحه لري.

سلیم هیله څرګنده کړه چې د حکومت او طالبانو د طرحو له یوځای کېدو به یوه ګډه طرحه جوړه او سوله به رامنځته کړي.

په ورته وخت کې ولسمشر غني پرون د ثور د اتمې په مناسبت په وینا کې وویل چې باید له تېرو ترخو تجربو درس واخیستل شي او د سولې لپاره ریښتینی کار وشي.

غني زیاته کړه، چې هیڅوک د زور له لارې په افغانستان کې خپله خوښه پر نورو تپلی نه شي، نو دا د طالبانو لپاره ښه فرصت دی چې جګړه بس کړي، دیموکراتیکه لار غوره کړي او په واک کې شریک شي.

ولسمشر دا خبرداری هم ورکړی چې هېڅوک له زور او فشار په استفادې په افغانانو خپلې طرحې نه شي منلی او په خبره یې افغانانو کلونه د ولسواکۍ او نظام د جوړولو لپاره قربانۍ ورکړې دي او په اسانه به له خپلو قربانیو تېرنه شي.

هغه ټینګار کړی چې په افغانستان کې سوله د سیمې او نړۍ په ګټه ده او پر نړیوالو یې غږ کړی چې خپلو صادقانه همکاریو ته ادامه ورکړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي