صديقي ګروپ د نړيوال جام لپاره د کرکټ ملي لوبډله سپانسر کړه

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

صدیقي ګروپ د نړیوال شل اوریز جام سیالیو لپاره په رسمي توګه د ملي لوبډلې د مالي ملاتړ کوونکي حقوق ترلاسه کړل.

یاد ګروپ دغه حقوق د څلور نیم لکه امریکايي ډالرو په بدل کې ترلاسه کړي دي، چې له اصولو سره سمو د لوړې اندازې په پایله کې په نړیوال جام کې د ملي لوبډلې مالي ملاتړ کوونکی وپېژندل شو.

د یادونې ده، چې له دې وړاندې داسې ګنګوسې وې، چې ګواکې د شل اورېزو لوبو کپتان محمد نبي عيسی خېل په نړیوال شل اورېز جام کې د ملي لوبډلې مالي ملاتړ کوي.

هېره دې نه وي، چې کرکټ بورډ په دې تړاو خپله وروستۍ هڅه وکړه؛ خو تر دې وخته افغان ټیم کوم مالي ملاتړ نه و ترلاسه کړی.

افغان لوبډله په نړیوال جام کې په داسې حال کې مالي ملاتړ تر لاسه کوي، چې نن یاد جام کې د لوبېدو لپاره عماراتو ته ورسېده.

باید یاده شي، چې افغان کرکټ ملي لوبډله به په نړیوال جام کې نیوزیلنډ، هند، پاکستان او له کوالیفای راونډ څخه راتلونکو دوه ټیمونو سره لوبې ترسره کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي