د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د خوښۍ ځای دی چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ د ویاند ضیا ودان موټرچلوونکی ژوندی دی او په خبره یې، د نوموړي د قاتلانو په پیدا کولو کې به له دوی سره مرسته وکړي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د شپږنیمو بجو د ناستې جزیات په فېسبوک پاڼه خپاره کړي او زیاته کړې یې ده، په نننۍ غونډه کې یې د عامه ساتنې د ملي تصدۍ له مشر خوشحال سادات سره خبرې وکړي او د هغه د همکارانو د مړېنې په اړه یې مفصل بحث کړی دی.
صالح زیاته کړې، د خوښي ځای دی چې د ضیآ ودان ډرېور ژوندی دی او دوی کولای شي له هغه څخه معلومات ترلاسه کړي ترڅو د ودان قاتلین ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند کارته نو سیمه کې د عامه ساتنې او ملي تصدۍ د ویاند ضیا ودان پر موټر ماین چاودنه وکړه چې له کبله یې نوموړی له خپل ساتونکي سره ووژل شو او موټر چلوونکی یې ټپي شو.
ولسمشرۍ ماڼۍ هم د ضیا ودان برید غندلی او دا یې غټ جنایت یاد کړی دی.
خبرپاڼې زیاته کړې وه، ولسمشرغني د دغه تروریستي برید د غندلو پر مهال وویل، پر وطنپالو، ژمنو او خدمتګارو شخصیتونو برید د اسلامي ارزښتونو خلاف او بشر ضد جنایت دی.
د یادونې ده چې په کابل ښار کې په دې وروستیو کې امنیت ډېر خراب شوی او هره ورځ دغه ښار د یوې مرګونې پېښې شاهد وي.
دغې پیښې عام افغانان هم زیات غوصه کړې، په سوشل میډیا کې یې دغه برید په سختو ټکو غندلی او دولت یې د خلکو په ساتنه کې په پاتې راتلو تورن کړی.