صالح: یوه لویدیځ مشر، غني ته زنګ راووهه چې پاکستان، افغانستان کې بې سواده پښتون ولسمشر غواړي

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، یوه لویدیځ ولسمشر، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته زنګ وواهه او ویې ویل چې پاکستان وايي، په افغانستان کې باید یو بې سواده ولسمشر شي او له یوه تعلیم یافته ولسمشر سره کار نه کوو.

ښاغلي صالح دا خبرې په خوست کې کړي، چې یوه ویډیوه یې پر ټولنیزو شبکو د هغه د مطبوعاتو د برخې د مشر رضوان مراد له فیسبوک پاڼې خپرې شوې ده.

صالح ویلي ددې زنګ پرمهال دی هم له ولسمشر غني سره ناست و چې ځواب یې هم ده ورکړی دی.

صالح ویلي چې یاد مشر وویل چې له تعلیم لرونکي او باسواده ولسمشر سره کار نه شي کیدای:

«مشکل په دې کې دی چې یو پیاوړی، تعلیم یافته، ملي ګرا، نشلنیست پښتون ولسمشر کولی شي چې له ځان څخه یو مثال جوړ کړي، که چیرته یو پښتون افغانستان کې بیلګه شو نو دا بیا زموږ د ثبات لپاره خطرناک دی.»

امرالله صالح دې ویډیو کې وړاندې ویلي چې د پاکستان هدف یې داسې بیانوه چې هغوی غوښتل څو پښتون قوم تر ابده یو ناکامه، پرچه پرچه، وژل شوی، یو بل یا له نورو سره په ټکر کې قوم اوسي.

لومړي مرستیال ویلي چې د هغه مشر له خبرو وروسته ولسمشر غني وویل چې ستا ددې خبرو ځواب زما مرستیال درکوي.

امرالله صالح وايي، ده ورته په ځواب کې وویل:

«محترمه، کلونه کلونه مخکې ددوی بهانه دا وه چې پښتانه په قدرت کې نشته، انډول له منخه تللی دی او همدا افغانستان کې د جګړې وجهه ده، خو اوس دوی وايي چې تعلیم یافته پښتون په قدرت کې دی، دا ورته ګواښ دی !»

لومړي مرستیال صالح د ویډیو په پای کې ویلي چې اصلي خبره یې دا ده چې دوی ته نه پښتون او نه غیرې پښتون ګواښ دی، بلکې د افغانستان یووالی ورته ګواښ دی.

صالح نه ده مشخصه کړې چې د کوم لویدیځ هیواد ولسمشر ورته د پاکستان دا پیغام رسولی دی. ترڅنګ یې تر اوسه د پاکستان حکومت هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید وویل شي چې پرون چهارشنبه امرالله صالح خوست ته سفر درلود. هغه د سولې او جګړې په اړه نورې څرګندونې هم درلودې. ده پرون ویلي چې طالبان تر دریو نورو میاشتو هم د سولې خبرو ته نه کیښني.

صالح یو ځل بیا په خوست کې پر طالبان غږ کړی چې موقعه دې نه ضایع کوي او د سولې خبرو ته دې کښیني.

دا په داسې حال کې ده چې ویل شوي چې د قطر د سولې خبرې به بیا پيل شي، خو افغانان ورته ډیره خوشبینه نه دي او فکر کوي افغانستان کې توده جګړه ددې مانا ورکوي چې دا خبرې بې پایلې او د وخت ضایع ده.

 

 

 

 




سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ