• لیکنه: ماري جیمز
• ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
ایا خپل ژوند دې درته بې مانا او بې هدفه ښکاري؟ ایا ځان په داسې یوه جال کې راګیر وینې، چې له امله یې نه شې کولی په ژوند کې خپل ټاکلې موخې ته ورسیږې؟ لاندې هغه څو هڅوونکي ټکي دي، چې کولی شي تا ته هیله مندي دروبښي او دې ته دې وهڅوي ترڅو له بې هدفه او بې مانا ژوند څخه د هدفمند او مانا لرونکي ژوند پر لور مؤثر ګام پورته کړې:
۱. د خپل د مسوولیتونو مسوول په خپله اوسه. مه پریږده چې نور خلک ستا د کارونو واکمنان واوسي. د ځمکې پر سر هیڅ داسې بل څوک نه شته، چې تا تر تا ښه وپیژني. که څومره هم ته د نړۍ له نورو خلکو سره رښتینی او پاک واوسې، د ورځې په پای کې بیا هم چې ته څه غواړې او څنګه یې ترلاسه کوې، په بشپړه توګه هرڅه له ځان سره کوې او خپل ځان ته رښتینی پاتې کیږې. که یو پلا په دې پوه شوې چې ته څه غواړې او موخه دې څه ده، نو بیا د لاسته راوړلو لپاره یې پخپله لاس په کار شه، نه بل څوک.
۲. د ژوند په هره برخه کې ځان ته دا ذهنیت او اجازه مه ورکوه، چې باید د نورو لخوا وستایل شې. هر وخت او په هر ډول شرایطو کې ته تر بل هر چا ښه یې او د هر کار وړتیا دې په وجود کې نغښتې ده. که چیرې خلک ستا شتون ته ارزښت ورنکړي، نو دا په مستقیمه توګه ستا په ځاني باور منفي اغیزه کوي ترڅو ته خپل په ځان باور کم کړې. په پای کې، که چیرې ته داسې فکر کوې چې د یوه کار په اړه تا ته نور خلک امتیاز نه درکوي، نو په اړه یې پخپله یو کار وکړه ترڅو د هڅونې حس دې کمزوری نه شي او په ځان باور دې زیات شي.
۳. د هغه کارونو په ترسره کولو پر ځان باور زیات کړه، چې په نورماله توګه یې نه ترسره کوې. هڅه وکړه چې هغه کارونه ترسره کړې، چې تل فکر کوې چې له ترسره کولو یې عاجز یې. کوښښ وکړه چې همدغه کار ته د یوه نوي مهارت، هڅې او یاهم د ازمیښت په سترګه وګورې. د هغه کار د ترسره کولو څخه چې ته ویریږې، لږ تر لږه ذاتي وړتیا ته اړتیا لري؛ هڅه وکړه چې په ترسره کولو کې یې ځان ښه کړې او سر پرې سم خلاص کړې. همداراز، له هغو کسانو سره ناسته ولاړه کوه، چې ستا مثبت پرمختګونه ستايي او د هغو کسانو له ملګرتیا څخه ډډه کوه، چې تل په دې هڅه کې وي چې ستا منفي ټکي رابرسیره کړي او په سپینو کالیو دې داغ ولګوي. په ورته وخت کې باید خپل ځان پخپله هم وستايي، ځکه چې ستا ستاینه تر هر بل چا ډیره اړینه ده.
۴. د نورو خلکو خوشاله کوونکی مه اوسه. ځکه، ډیری خلک په هغو کارونو او شیانو غواړي نور خلک خوشال کړي، چې دوی پکې د ناراحتۍ احساس کوي او ډیری وخت پکې زیانمن کیږي هم، یا مالي او یاهم ځاني. ځینې وخت ښايي د هغه چا د خوشالولو هڅه وکړې چې فکر کوې همدا کس تا ته هرڅه ده او ستا د هغو شیبو وړتیا لري، چې ته یې ورسره یوځای تیروې، خو نه باید داسې کار د یوه چا د خوشالولو لپاره ترسره کړې چې ستا ګټه پکې نه وي او یاهم کوم امتیاز یې تا ته نه دررسیږي. ځکه چې ته هم د خوشالۍ حق لرې او خپل دا حق باید په نظر کې ونیسې. د نورو خلکو خوشالول او د خپل ځان خوشالي په نظر کې نه نیول ستا مورال تر لومړنۍ کچې راټیټوي. په زغرده توګه د هغو کسانو ملګرتیا کوه، چې له تا دا وغواړي، چې باید تل په ځان باور ولرې او دې ته دې وهڅوي، چې باید هر کار د خپل ځان لپاره ترسره کړې.
۵. د وخت ارزښت وپيژنه او په دې هم ځان پوه کړه، چې څنګه یې په سمه توګه ولګوې. کله چې دې د دوامداره لټۍ او غمجنۍ مثال مات کړ، نو هغه وخت به بیا ځان د یوه داسې نوي زون دننه احساس کړې، چې د نویو لاسته راوړنو له فرصتونو څخه ډک وي. په دې وخت کې بیا هڅه وکړه چې خپل ځان ته یو داسې مهال ویش جوړ کړې، چې فکر کوې موازي ورسره تللی شې او عملي کولی یې شې. کله چې مهال ویش په سمه توګه مدیریت شي، نو په هغه صورت کې تولید ورکونه زیاتیږي او ته به د هڅونې یوې داسې کړۍ ته ننوځې، چې کار او خوشالي به پکې دواړه اړینې وي او دواړو ته به یوشان ارزښت ورکول کیږي.
۶. د ژوند په هره برخه کې خپل علمیت او تجربه زیاته کړه. هر ډول کتابونه وپیره او زیاته مطالعه وکړه. یوازې د الهام بښوونکو کیسو په لوستلو خپل وخت مه ضایع کوه؛ هڅّه وکړه داسې لارې چارې وڅیړې او ومومې، چې په واسطه یې وکولی شې ځان ته الهام وروبښې او ځان وهڅوې، پرته له دې چې د بل چا د ژوند تقلید وکړې.