د ویسټ انډیر سونیل ناراین، د افغانستان راشدخان ارمان او مجیب ځدران، د پاکستان محمد حافظ، عماد وصیم، محمد عرفان او شاهد افریدي، د هند هربجن سینګ او د سویلي افریقا آیرن پنګېسو او ډېل سټېن هغه لس لوبغاړي دي، چې شل اوریزه لوبو کې د غوره ایکانومي لرونکو لوبغاړو په لیست کې شتون لري.
په شل اوریزه لوبو کې د غوره ایکانومي لرونکو لوبغاړو په دې لیست کې سونیل ناراین لومړی، راشدخان دویم، محمد حافظ درېیم، عماد وصیم څلورم، محمد عرفان پنځم، مجیب ځدران شپږم، شاهد افریدي اووم، هربجن سینګ اتم، آیرن پنګېسو نهم او ډېل سټېن بیا لسم مقام له ځان سره لري.
۱- سونیل ناراین ‹‹۶،۰۶››
د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ ملې لوبډلې پخواني سلو توپ اچونکي سونیل ناراین په شل اوریزه سیالیو کې ترټولو توپ اچونکو په غوره ایکانومي سره توپ اچونه کړې، چې د لیست په سر کې شتون لري.
ناراین په ۳۵۴ شل اوریزه لوبو کې ۳۹۳ ویکټې اخیستې دي، چې د توپ اچونې ایکانومي یې ۶،۰۶ ده.
۲ـ راشدخان ‹‹۶،۲۷››
د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو سلو توپ اچونکی او په ملې لوبډله کې د شل اوریزه سیالیو لوبډلمشر راشدخان په شل اوریزه سیالیو کې د غوره ایکانومي لرونکو توپ اچونکو په لیست کې دویم مقام له ځان سره لري.
راشدخان په ۲۶۵ شل اوریزه لوبو کې ۳۷۰ ویکټې اخیستې دي، چې د توپ اچونې ایکانومي یې ۶،۲۷ ده.
۳- محمد حافظ ‹‹۶،۴۲››
د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې الراونډر لوبغاړی محمد حافظ په شل اوریزه سیالیو کې د غوره ایکانومي لرونکو توپ اچونکو په لیست کې تر افغان لوبغاړي راشدخان راوروسته درېیم مقام له ځان سره لري.
حافظ په ۳۲۴ شل اوریزه لوبو کې ۱۸۰ ویکټې اخیستې دي، چې د توپ اچونې ایکانومي یې ۶،۴۲ ده.
۴- عماد وصیم ‹‹۶،۴۲››
د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې بل تکړه سلو توپ اچونکی عماد وصیم په شل اوریزه سیالیو کې د غوره ایکانومي لرونکو توپ اچونکو په لیست کې څلورم مقام له ځان سره لري.
وصیم د حافظ غوندې په ۳۲۴ شل اوریزه لوبو کې ۱۸۰ ویکټې اخیستې دي، چې د توپ اچونې ایکانومي یې هم ۶،۴۲ د حافظ سره برابره ده.
۵- محمد عرفان ‹‹۶،۶۴››
په شل اوریزه سیالیو کې د غوره ایکانومي لرونکو توپ اچونکو په لیست کې پنځم مقام هم د پاکستاني لوبغاړي سره دی.
محمد عرفان د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې جګ قد لرونکی چټک توپ اچونکی دی، چې دا مقام له ځان سره لري.
عرفان په ۱۵۰ شل اوریزه لوبو کې ۱۵۷ ویکټې اخیستې دي، چې د توپ اچونې ایکانومي یې ۶،۶۴ ده.
۶- مجیب ځدران ‹‹۶،۷۱››
د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه سلو توپ اچونکی مجیب ځدران ددې لیست په شپږم مقام کې شتون لري، چې د شل اوریزه سیالیو په تاریخ کې شپږم غوره ایکانومي لرونکی لوبغاړی دی.
مجیب ځدران په ۱۴۱ شل اوریزه لوبو کې ۱۵۵ ویکټې اخیستې دي، چې د توپ اچونې ایکانومي یې ۶،۷۱ ده.
۷- شاهد افریدي ‹‹۶،۷۴››
د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې پخوانی تکړه الراونډر لوبغاړی شاهد افریدي ددې لیست په ااوم مقام کې شتون لري، چې د شل اوریزه سیالیو په تاریخ کې اووم غوره ایکانومي لرونکی لوبغاړی دی.
افریدي په ۳۲۶ شل اوریزه لوبو کې ۳۴۴ ویکټې اخیستې دي، چې د توپ اچونې ایکانومي یې ۶،۷۴ ده.
۸- هربجن سینګ ‹‹۶،۷۸››
د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې پخوانی تکړه سلو توپ اچونکی هربجن سینګ ددې لیست په اتم مقام کې شتون لري، چې د شل اوریزه سیالیو په تاریخ کې اتم غوره ایکانومي لرونکی لوبغاړی دی.
سینګ په ۲۶۷ شل اوریزه لوبو کې ۲۳۵ ویکټې اخیستې دي، چې د توپ اچونې ایکانومي یې ۶،۷۸ ده.
۹- آیرن پنګیسو ‹‹۶،۸۲››
د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې تکړه توپ اچونکی آیرن پنګیسو ددې لیست په نهم مقام کې شتون لري، چې د شل اوریزه سیالیو په تاریخ کې نهم غوره ایکانومي لرونکی لوبغاړی دی.
پنګیسو په ۱۶۰ شل اوریزه لوبو کې ۱۴۴ ویکټې اخیستې دي، چې د توپ اچونې ایکانومي یې ۶،۸۲ ده.
۱۰- ډېل سټېن ‹‹۶،۸۵››
د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې تکړه تېز توپ اچونکی ډېل سټېن ددې لیست په لسم مقام کې شتون لري، چې د شل اوریزه سیالیو په تاریخ کې لسم غوره ایکانومي لرونکی لوبغاړی دی.
سټېن په ۲۲۸ شل اوریزه لوبو کې ۲۶۳ ویکټې اخیستې دي، چې د توپ اچونې ایکانومي یې ۶،۸۵ ده.