شفیق الله غفاري یو ځلي بیا افغان ۱۹ کلنه لوبډله بریا ته ورسوله.

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د افغانستان ۱۹ کلني کرکیټ ملي لوبډلي د ۱۹ کلنو ترمنځ په نړیوال جام کي خپله دوهمه لوبه نن چهارشنبه د متحده عربي آماراتو په وړاندي ترسره کړه، چي په ۱۶۰ منډو توپير ئې متحده عربي آماراتو ته ماته ورکړه او د نړیوال جام دوهم پړاو ته ئې لاره پیداکړه.
83010090 2564883313766251 5172777921751810048 o شفیق الله غفاري یو ځلي بیا افغان ۱۹ کلنه لوبډله بریا ته ورسوله.
د یادي لوبي پچه افغان لوبډلي وګټله او لومړی ئې د توپوهني پرېکړه وکړه.
84074032 2564634867124429 8990466513127342080 o شفیق الله غفاري یو ځلي بیا افغان ۱۹ کلنه لوبډله بریا ته ورسوله.
افغان لوبغاړو په پوره ۵۰ آورونو کي د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره متحده عربي آماراتو ته د ۲۶۶ منډو هدف وټاکی.
ابراهیم ځدران ۸۷، رحمن الله ۸۱، محمد اسحاق ۳۵ او عمران میر بیا ۲۱ منډي جوړي کړې.
83896875 2564760617111854 8306445086648958976 o شفیق الله غفاري یو ځلي بیا افغان ۱۹ کلنه لوبډله بریا ته ورسوله.
افغان تکړه ۱۹ کلنو توپ اچونکو متحده عربي آمارات لوبډله دې ته پرېنښوده، چي بریا خپله کړي او ټوله لوبدله ئې د لوبي په ۳۲،۴ آورونو کي د ۱۰۵ منډو په کولو سره وسوځوله.
82754494 2560769294177653 2609741168363175936 o 1 شفیق الله غفاري یو ځلي بیا افغان ۱۹ کلنه لوبډله بریا ته ورسوله.
شفیق الله غفاري د تیري لوبي په څېر یو ځلي بیا ښه وځلېد او د متحده عربي آماراتو ۵ لوبغاړي ئې وسوځول. د هغه ترڅنګ بیا درې ویکیټي نوراحمد واخیستلې.
د ننۍ لوبي غوره لوبغاړی یو ځلي بیا شفیق الله غفاري وټاکل سو.
83733704 2564901180431131 2135046732675809280 o شفیق الله غفاري یو ځلي بیا افغان ۱۹ کلنه لوبډله بریا ته ورسوله.
افغان کرکیټ لوبډلي په دې سره د نړیوال جام دوهم پړاو ته په دوو لوبو کي د دوو بریاوو له امله لاره پیداکړه.
دې لوبډلي د تیري جمعې په ورځ کوربه سویلي افریقا ته سخته ماته ورکړې وه، چي په هغه لوبه کي هم شفیق الله غفاري ښه وځلېد او ۶ ویکیټي ئې واخیستې.
د هغې لوبي غوره لوبغاړی هم شفیق الله غفاري ټاکل سوی وو.
افغان ۱۹ کلنه لوبډله د نړیوال جام درېیمه او د ګروپ وروستۍ لوبه راتلونکې جمعې ورځ د کاناډا سره ترسره کوي.