شفیق الله غفاري د لوبي د غوره لوبغاړي جایزه خپل مور او پلار ته ډالۍ کړه.

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

پرون جمعه د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام سیالۍ پيل سوې، چي پکښي افغان لوبډلي د ۷ ویکیټو په توپير کوربه سویلي افریقا ته سخته ماته ورکړه.
82754494 2560769294177653 2609741168363175936 o شفیق الله غفاري د لوبي د غوره لوبغاړي جایزه خپل مور او پلار ته ډالۍ کړه.
په یاده لوبه کي د افغان لوبډلي لپاره سلو توپ اچونکي شفیق الله غفاري د سویلي افریقا ۶ لوبغاړي وسوځول او د لوبي د غوره لوبغاړي جایزه ورکړل سوه.
83470017 2560876287500287 5984945658920960000 n شفیق الله غفاري د لوبي د غوره لوبغاړي جایزه خپل مور او پلار ته ډالۍ کړه.
تر لوبي وروسته شفیق الله غفاري وویل، چي د لوبي د ګټلو او د غوره لوبغاړي پر ټاکل کېدو ډېر خوشحاله یم او زه د ننۍ لوبي د غوره لوبغاړي ټاکل کېدو ایوارډ یا جایزه خپل مور او پلار ته ډالۍ کوم.
غفاري زیاته کړه دا جایزه ځکه مور او پلار ته ډالۍ کوم، چي تل ئې زما ملاتړ کړی، زه ئې تل ستایلی یم او تل ئې راته د ښه لوبېدو دعاوي کړي دي.
82417519 2560876280833621 4666380086184771584 n شفیق الله غفاري د لوبي د غوره لوبغاړي جایزه خپل مور او پلار ته ډالۍ کړه.

هغه وویل((۶ ویکیټي اخیستل په داسي لوبو کي اسانه خبره نده، ما د پلان مطابق توپ اچونه وکړه او پکښي بریالی هم سوم، زه د یادي لوبي د غوره لوبغاړي ایوارډ خپل مور او پلار ته ډالۍ کوم)).
هغه د خپلي توپ اچوني په اړه وویل((د سویلي افریقا په وړاندي لوبه کي ګوګلي توپ اچونه خورا ښه تمامېده، چي ما هم وکړه او خورا ښه تمامه سوه، چي له امله مي ویکیټي واخیستې، زه د راشد خان د ګوګلي څخه ډېر متاثره یم او تل هڅه کوم د هغه په څېر ګوګلي وغورځوم)).

83086849 2560770937510822 5071038547465601024 o شفیق الله غفاري د لوبي د غوره لوبغاړي جایزه خپل مور او پلار ته ډالۍ کړه.
پرون جمعه د سویلي افریقا په کوربتوب د ۱۶ هیوادونو ترمنځ د ۱۹ کلنو نړیوال جام پيل سو، چي د پیل په لوبه کي افغان لوبډلي سویلي افریقا ته ماته ورکړه.
افغان ۱۹ کلنه لوبډله به خپله دوهمه لوبه راتلونکې چهارشنبه د متحده عربي آماراتو په وړاندي او درېیمه لوبه بیا د راتلونکي جمعې په ورځ د کاناډا په وړاندي ترسره کړي.