شاهد افریدي بیا نړیوال کرکټ ته راستنیږي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د پاکستان د کرکټ ملي او د نړیوال کرکټ مشوره لوبغاړی پښتون شاهد خان افریدي خبر ورکړی دی، چې غواړي یو ځل بیا په نړیوال کرکټ کې ولوبیږي.
شاهد خان افریدي، چې د کرکټ په نړۍ کې بې شمیره مینه وال لري او په وروستیو کې یې د نړیوال کرکټ سره مخه ښه کړې ده، خو وخت نا وخت د کرکټ نړۍ په بېلابېلو تجارتي سیالیو کې لوبیږي.
timthumb شاهد افریدي بیا نړیوال کرکټ ته راستنیږي
د روان ۲۰۱۸ م کال د مۍ میاشتې په ۳۱ مه نېټه د انګلستان په لارډز کرکټ لوبغالي کې د ویسټ انډیز او د ورلډ ایلیون کرکټ لوبډلې ترمنځ یوه خیریه سیالۍ پلان شوې ده، چې موخه یې ترې د ویسټ انډيز «کاربین» په جزیرو کې د طوفان له کبله د کرکټ لوبغالو او روزنځایونو د بیرته جوړلو لپاره مرسته راټولول دي.
د کرکټ دا خیریه سیالۍ چې د انګلستان په تاریخي لارډز کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي، د کرکټ نړیوالی شورا سره به نړیواله درجه ولري.
West Indies to face World XI in Lords charity Twenty20 match شاهد افریدي بیا نړیوال کرکټ ته راستنیږي
په داسې حال کې چې د ورلډ ایلیون یا د کرکټ نړۍ غوره لوبډله دې سیالیو ته اعلان شوې هم ده، خو پاکستاني کرکټر شاهد خان افریدي ویلي دي، که چېرې په دغه سیالۍ کې د لوبیدو وړاندیز ترلاسه کړي، نو چمتو دی، چې په دغه سیالۍ کې، چې نړیواله درجه هم لري؛ پکې ولوبیږي.
شاهد خان افریدي د کرکټ نړۍ هغه لوبغاړی دی، چې د خپلې چټکې توپ وهنې او ښې لیګ بریک توپ اچونې له کبله یې د میلونونو کرکټ مینه والو زړونه خپل کړي دي او لا هم یې هره سیالي ننداره کوي. تر څنګ یې افریدی په نړیواله کچه په بوم بوم مشهور دی.