ژباړه: پلوشه فضلي
په اسټرالیا کښي ساینسپوهانو تر ګډ کار کولو وروسته یو ځانګړی فونټ جوړ کړی، چي په دې فونټ کښي خط ویل تر ډېره په ذهن کښي پاتېږي.
په دې فونټ کښي هره لیکنه ویل ډېر وخت او دقت ته اړتیا ده چي بیا تر ډېره وخته په دماغ کښي پاتېږي. او دا فونټ د استرالیا په آر ایم آی ټي پوهنتون کښي وړیا وېشل کېږي. ددې فونټ جوړوونکي وايي چي پر یاد فونټ څو کاله پرله پسې د بېلابېلو برخو ساینسپوهانو ګډ کار کړی دی. په دې فونټ کښي هر توری څو ځایه پرې کړل سوی دی چي دماغ ورباندي ډېر متمرکز اوسېږي.
د سائنس فور ګیټګا فونټ دماغ ته د انتقالېدونکو سګنالونو په نظر کښي نیولو سره جوړ او ډیزاین سوی دی. ډاکټران وايي چي په عام حالت کښي درس په تېزۍ سره ویل کېږي چي داسي درس په دماغ کښي تر ډېره نه پاتېږي. خو په سائنس فور ګیټګا فونټ کښي د هري لیکني ویلو له پاره ډېر دقت او توجو ته اړتیا ده. پوهانو دا فونټ پر ۴۰۰ شاګردانو ازمویلی دی چي ښه نیتجه یې ورکړې ده.