د افغانستان د بیارغونې لپاره د څار امریکايي بنسټ يا سيګار ويلي، د افغانستان اقتصاد د طالبانو د واکمنېدو سره نور هم خراب شوی دی.
سیګار په خپل تازه راپور کې د افغانستان د اقتصادي کړکېچ يو شمېر علتونه ښودلي چې پکې د طالبانو د واکمنېدو وروسته يو شمېر نړيوالو ادارو د افغانستان مالي مرستو سره تړلي دي.
سیګار ویلي د افغانستان اقتصاد روان ساتل د طالبانو لپاره ستونزمن کار دی.
د سیګار په راپور کې راغلي، له طالبانو وړاندې افغان حکومت هم د اقتصادي کړکېچ سره مخ وو ځکه چې د افغانستان کورنی اقتصاد دومره نه وو چې بهر ته دې په زیاته کچه صادرات ولري.
راپور کې راغلي په افغانستان کې ۹۰ سلنه اقتصاد غېر رسمي دی چې حکومت ته ترې ماليه نه ورځي.
د نړيوالو مرستو له بندېدو سره سره سږ کال وچکالۍ هم په اقتصادي ستونزو کې راځي او د کرونا وبا له امله هم د افغانستان اقتصاد ډېر ځپل شوی دی.
په ورته وخت کې د کډوالو نړیوال سازمان وايي، په افغانستان سخت ژمی را روان دی او هره ورځ د بې ځایه شوېو د شمېر د زیاتېدو او زیانمنېدو خطر زیاتېږي.
دغې ادارې په خپله رسمي ټویټرپاڼه کې لیکلي، شپه او ورځ کار کوي چې په ټول افغانستان کې شااوخوا دوه لکه کسانو ته خپلې ژمنۍ مرستې ورسوي.
عام افغانان وايي افغانستان ته یو نسبي امن راغلی دی، خو خلک په اقتصادي لحاظ له ستونزو سره مخامخ دي.
په سلګونو روغتونونه تړل شوي او دولتي روغتونونه د دارو درملو له کموالي سره مخامخ دي.
د خلکو له ۸۰ تر ۹۰ سلنه یې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او خلکو ته د کار شرایط هم برابر نه دي.
د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې اتلس میلیونه او څلور لکه کسان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.