سپینه ماڼۍ وایي د امریکا ولسمشر جو بایډن به له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو پرېکړه تر ټاکلي ضربالاجل دمخه چې د مې لومړۍ نېټه ده، اعلان کړي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي دا خبره په واشنګټن کې خبریالانو ته کړې ده.
نوموړې ویلي، د ولسمشر جوبایډن د پرېکړې تر اعلان دمخه څه نشي ویلي خو تمه ده چې د مې تر لومړۍ نېټې د مخه یې په خپله له ولسمشر څخه واورئ.
د سپینې ماڼۍ ویاندې زیاته کړې چې په دې اړه له څو اوونیو راهیسې ډیپلوماتیکې هڅې او له طالبانو سره خبرې روانې دي.
د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو وتل هغه ضربالاجل دی چې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون کې موافقه ورباندې وشوه.
طالبان ټینګار کوي چې امریکا باید پر خپله ژمنه عمل وکړي.
د یادونې ده چې دوه ورځې وړاندې طالبانو د کندهار پر هوایي ډګر توغندویي برید کړی وو او د ځاني او مالي زیانونو اړولو ادعا یې کړې وه.
سي ان ان د دغې برید ته په اشارې ویلي چې طالبانو په تېره میاشت کې دوه ځلې هغه ځایونه په نښه کړي دي چې د متحده ایالاتو نظامي پرسونل او د سي ای اې مخفي مامورین په کې اوسي.
راپور کې راغلي وه چې طالبان په دې ډول بریدونو سره تاوان کوي ځکه چې دا ډول بریدونه به د بایډن د وتلو پلان لا پېچلی کړي.
راپور زیاته کړې، که چېرته طالبان غواړي چې امریکایي سرتېري له افغانستان څخه ووځي نو باید تاوتریخوالی کم کړي او له ورته بریدونو ډډه وکړي.
د راپور وروستۍ برخه کې راغلي چې دا ډول بریدونه امریکایي لوري ته دا پلمه په لاس ورکوي چې خپل ځواکونه د اوږدې مودې لپاره په دغه هېواد کې وساتي.
راپور کې دغه راز د امریکایي سرتېرو د حضور اوږدېدو په اړه د بایډن څرګندونو په اشارې ټینګار شوی دی چې امریکایي سرتېري باید خپلې دفاع ته په کلکه تیاری ونیسي.