سټولټنبرګ: د جوړلو پر ځای مو باید پر جګړه ډېر تمرکز کړی وی

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ناټو وایي چې فساد او په مشرتابه کې کمزوري د افغان ځواکونو د پاشل کېدو سبب شوه.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، چې د ماموریت په بڼه کې بدلون د ناټو د ناکامۍ سبب شو.

هغه وایي ناټو افغانستان ته له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه تللې وه، خو نړیوالې ټولنې د ترهګرۍ ضد ماموریت د بیا رغونې په ماموریت بدل کړ.

هغه زیاتوي همدا لامل شو، چې ناټو په خپل ماموریت کې ناکامه شي.

د سټولټنبرګ په وینا دوی په افغانستان کې لاس ته راوړنې هم لرلې او په تېرو شلو کلونو کې پر هېڅ هېواد له افغانستان برید نه دی شوی.

سټولټنبرګ ټینګار کوي چې دوی په افغانستان کې ښې تجربې ترلاسه کړي دي.

نوموړي یو ځل بیا د افغان ځواکونو په اړه څرګندونې کړې او په وینا یې په مشرتابه کې کمزوري او فساد ددې سبب شو چې دغه پوځ وپاشل شي.

د ناټو غړو هېوادونو بیا دغه راز د تخلیې پر ماموریت هم بحثونه کړي او وایي چې په دې ماموریت کې د غړو هېوادونو ونډه باید ډېره کړل شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي