سوماتيزيشن څه ډول ناروغي ده؟ نښې نښانې یې په لیکنه کې ولولئ

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د ناروغ هغه عضوي شکايتونه چې د عضوي افتونو څخه نه بلکې د اروايي افتونو له امله راڅرګنديږي.

کله هم يو څوک له سردردۍ،د پښو له درد،د خېټې له درد،د ګنګسيت او نورو څخه شکايت کوي، کيداى شي چې عضوي علت ولري خو دا امکان هم شته چې د تشويش له امله وي يا د ډير ذهني/ مغزي فعاليت له امله راپيدا شي.

د سوماتيزېشن سببونه څه دي؟

کيداى شي چې د انسان مغزي فعاليت د بېلابېلو دلايلو له امله ګډ وډ شي لکه:

1- کورنى تاوتريخوالى
2- د اوسېدو په ځاى کې زور زياتى
3- د کورونۍ د اړتياو پوره کېدو لپاره د پيسو نه درلودل
4- ناسم کورني شرايط لکه د ښو خوړو کموالى او پرله‌پسې ناروغتياوې
5- د کورنۍ د يو غړي سخته ناروغي او يا د معلول ماشوم درلودل
6- د مينې وړ شخص له لاسه ورکول
7- د کوچنيوالي سختې ورځې او د کورنۍ زور زياتي.

کيداى شي چې سوماتيزيشن د پخوانيو تشويشونو او يا هم او يا هم د هغه تشويشونو له امله رامنځ ته شي چې راتلونکي دي.